ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې نننى بحث پر شخړه واوښت

د مشرانو جرګې نننى بحث پر شخړه واوښت

author avatar
2 Dec 2013 - 12:10
د مشرانو جرګې نننى بحث پر شخړه واوښت
author avatar
2 Dec 2013 - 12:10

کابل (پژواک ١١ ليندۍ ٩٢): په مشرانو جرګه کې د برېښنايي تذکرو د موضوع پر سر شخړه رامنځته شوه او په پاى کې يې د جرګې يو غړى د غونډو له تالار څخه و ايستل شو.

د مشرانو جرګې نننۍ فوق العاده غونډه د دې جرګې د لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار تر مشرۍ لاندې جوړه شوې، څو د بوديجې د طرحې په اړه بحث وکړي.

خو د غونډې په پيل سره د جرګې يو شمېر غړو سره کارتونه پورته کړل او پر ايزديار يې نيوکې کولې.

له يادو کسانو څخه په دې جرګه کې د خوست استازي عارف الله پښتون، ايزديار پر تعصب او ستونزو ته پر لمن وهلو تورن کړ، خو له لږ خبرو وروسته يې مايک بند کړل شو.

وروسته د دې جرګې بل غړي حاجې خان محمد خاګي، چې سور کارت يې پورته کړى و، خبرې پيل کړې، خو ايزديار له امنيتي کسانو وغوښتل چې هغه له تالاره وباسي.

له همدې سره خان محمد او بيا د جرګې يو بل غړي د ايزد يار پر لور د اوبو بوتلونه وار کړل.

وروسته د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون مشر زلمي زابلي د همدغو کسانو په پلوۍ له خپلې څوکۍ اوچت شو او د ايزديار پر لوري يې مڼده کړه، خو د جرګې نورو غړو د شخړې مخه ونيوه.

وروسته په غونډه کې د بوديجې پر طرحه بحث وشو، خو خان محمد خاګى د غونډو له تالار څخه و ايستل شو.

خاګي د ملي شورا په انګړ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى په خپله د غونډو له تالار څخه وتلى او اېزديار حق نه لري، چې دى د غونډو له تالار څخه وباسي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې ځينې کسان قومي تعصباتو ته لمن وهي.

هغه وايي، چې له همدې امله ده او د جرګې ځينو نورو غړو هڅه کوله، چې د دا ډول تعصبونو مخه ونيسي.

محمد علم اېزديار د نننۍ شخړې په اړه خبريالانو ته وويل، چې نن د جرګې د ځينو غړو تر منځ د جرګې له تالار څخه بهر د قومي مسايلو او په برېښنايي تذکرو کې د دين او مليت د يادونې د څرنګوالي په اړه لفظي شخړه شوې وه.

هغه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې د دې جرګې غړې حميرا نعمتي د همدې لفظي شخړې پر مهال ضعف وکړ.

اېزديار وايي، کله چې د جرګې غړي د غونډې تالار ته راغلل، ده هڅه وکړه چې د هغوى احساسات کنټرول کړي، خو عارف الله پښتون او ځينې نورو پرې بېځايه تورونه ولګول.

هغه وايي، مخکې له دې چې د ده خبرې پاى ته ورسيږي، د جرګې د غړو تر منځ شخړه سخته شوه او په بوتلونو ويشتل يې پيل کړل.

د ده په وينا، تل د هېواد د ټولو قومونو تر منځ د يووالي او ورورۍ غوښتونکى دى.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال يادونه وکړه، چې په پارلمانونو کې کله نا کله لفظي شخړې رامنځته کېږي او بايد د نورو ستونزو لامل نه شي.

اېزديار زياته کړه، ځينې رسنۍ په تذکره کې د دين او مليت د يادونې موضوع له لارې غواړي چې ستونزې رامنځته کړي.

خو هغه په دې اړه د کومې رسنۍ نوم وانه خيست.

حکومت د نفوسو احوال د ثبت قانون په طرحه کې وړانديز کړى و، چې پر تذکره دې نوم، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، اصلي او اوسنى هستوګنځاى وليکل شوي.

خو ولسي جرګې په دې اړه چې پر تذکره دې د مليت ذکر وشي او که نه تر سختو او اوږدو ناندريو وروسته پرېکړه وکړه، چې د حکومت له وړانديز سره موافق دي، خو تخلص او دين دې هم پر تذکره وليکل شي.

دغه راز ولسي جرګې پرېکړه کړې وه، چې د مليت تر څنګ دې د شخص نور مشخصات د تذکرې په ډيتابېس کې وليکل شي.

وروسته ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړل، چې مشرانو جرګې د حکومت نظر تاييد کړ او په دې تاييد سره د نفوسو د احوال د ثبت قانون په مصوبه کې د ولسي جرګې هغه زياتوالى هم رد شو، چې پر تذکره دې د نورو مشخصاتو تر څنګ دين او تخلص هم وليکل شي.

خو د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار تېره ورځ وويل، چې د يادې پرېکړې د خبر په خپرولو کې ناسم پوهاوى شوى او جرګې له تذکرې څخه د دين او مليت د لرې کولو پرېکړه نه ده کړې.

هغه وويل، مشرانو جرګې پرېکړه کړې، چې تخلص، دين او مليت دې د تذکرې په ډېټابېس کې وليکل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.