ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن : د ناټو نوي ماموریت لپاره د کابل او واشنګټن امنیتي تړون اړین دی

راسموسن : د ناټو نوي ماموریت لپاره د کابل او واشنګټن امنیتي تړون اړین دی

author avatar
2 Dec 2013 - 22:18
راسموسن : د ناټو نوي ماموریت لپاره د کابل او واشنګټن امنیتي تړون اړین دی
author avatar
2 Dec 2013 - 22:18

بروکسل ( پژواک ۱۱ لیندۍ ۹۲ ) : د ناټو سازمان سرمنشي وایي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي سند لاسلیک  تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو پاتې کیدو لپاره اړین دي او که چیرې دا تړون لاسلیک نه شی، نو ناټو خپل نوی ماموریت نه شي پیلوی.

د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن  دغه څرګندونې دلیندۍ په ۱۱مه، په بروکسل کې خبریالانو سره  د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه هیله څرګنده کړه چې ولسمشر حامد کرزی به دامنیتي سند په اړه د مشورتي لویې جرګې وړاندیزونه او سپارښتنې ومني.

مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو  لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

د ناټو سرمنشي راسموسن په یاده خبري غونډه کې وویل : (( اجازه راکړی چې یوه خبره واضحه کړم، د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي سند تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو پاتې کیدو لپاره اړین دي ، ځکه چې دې کار سره  موږ د خپلو ځواکونو دشتون لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کوو.))

د هغه په وینا، که چیرې دا تړون لاسلیک نه شي، نو ناټو نه شي کولی د خپلو ځواکونو شتون لپاره قانونی چوکاټ ترلاسه کولو ته وروستۍ بڼه ورکړي.

دی وایي چې ناټو د (صوفه) په نامه د خپلو ځواکونو د قانون شتون لپاره یو تړون ته اړتیا لري او دا تړون له امنیتي تړون پرته نه شي کیدای.

راسموسن وایي ، که چیرې د ځواکونو دشتون لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه نه شي نو ناټو نه شي کولي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د مشورې، روزنې او همکارۍ ماموریت ته ادامه ورکړي.

هغه زیاتوي : (( یقیناً موږ هم دا نه غواړو چې ترسره شی، موږ غواړو چې  دافغانستان ملي ځواکونو سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړو. ))

د نوموړي په وینا، دا ښکاره پیغام دی چې ناټو د خپلو ځواکونو شتون لپاره قانوني چوکاټ په ټاکل شوي مهال ویش کې غواړي.

تر دې مخکې  د ناټو لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې افغاني خبریالانو سره دلیدنو پر مهال زياته کړه، چې امنیتي  سند لاسليکول ځکه اړين دي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو ځواکونو شتون په افغانستان کې له همدغه سند سره تړاو لري او که لاسليک نه شي، نو ناټو به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

له دې مخکې امريکا هم ګواښنه کړې وه، که دغه سند په راتلونکو پنځو اونيو کې لاسليک نه شي، نو دوى به له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو ياد چارواکي وايي، ټاکل شوې چې ناټو له ٢٠١٤ کال وروسته د خپل شتون د قانوني کېدو او له افغانستان سره د همکاريو د دوام په موخه له افغانستان سره يو هوکړه ليک لاسليک کړي، خو دا يې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند له لاسليکېدو سره مشروط وباله.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.