کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو له کانديدانو وغوښتل، چې د بشري حقونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه رايه ورکوونکو ته خپل دريځونه روښانه کړي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان دغه غوښتنه د ليندۍ په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې کړې ده.
دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې، چې په دې اړه يې پرون په کابل کې د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته ولسمشرۍ پر ١١ کانديدانو يې پوښتنپاڼې وېشلي او له هغوى يې غوښتي، چې په دغو پاڼو کې پوښتل شوي ٢٠ پوښتنې ځواب کړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ګډې ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه (٢٠١٤ کال د اپرېل په ٥مه) ترسره کېږي.
سرچينې زياته کړې، چې د کانديدانو له خوا ځواب شوې يادې پوښتنې به د ٢٠١٤ کال د جنورۍ په دويمه د دغه سازمان له خوا خپرې شي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د اسيا د څانګې مسوول براډ اېډمز ويلي: ((د افغانستان راتلونکى ولسمشر به د بشري حقوقو ډېرې ستونزې په ميراث کې ترلاسه کړي، چې د يوې ښې رهبرۍ له لارې هوارېداى شي.))
د نوموړي په وينا، افغان رايه اچوونکي بايد د ولسمشرۍ له کانديدانو وغواړي، چې د بشري حقونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خپل دريځونه روښانه کړي.
هغه ويلي، افغانان په داسې حال کې خپل نوى ولسمشر ټاکي چې د دغه هېواد اساسي قانون حامد کرزي ته د درېيم ځل لپاره اجازه نه ده ورکړې.
خو د ياد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ټاکنو يو شمېر کانديدان او د هغوى مرستيالان د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل پاتې شوي دي.
سرچينې ويلي، چې د ولسمشرۍ له کانديدانو د امنيتي ځواکونو څخه د حساب کتاب، د ښځو حقوقو، انتقالي عدالت، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د امنيتي ځواکونو له خوا د بنديانو ربړولو، د ماشومانو د حقونو او له افغانستانه د افغان کډوالو په اړه ځانګړې پوښتنې شوې دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن