ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د مستوفيت عوايد ډېر شوي

د کندهار د مستوفيت عوايد ډېر شوي

author avatar
4 Dec 2013 - 12:06
د کندهار د مستوفيت عوايد ډېر شوي
author avatar
4 Dec 2013 - 12:06

کندهار (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): د کندهار ولايت د مستوفيت عوايد د تېر کال په پرتله ډېر شوي، چې لامل يې د خلکو له خوا پر وخت د ماليې ورکړه ده.

 

د کندهار د مستوفيت رياست د محاسبې مدير حاجي عزيزالله له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې سږ کال يې تر اوسه ٩٠٥ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د تېر کال ټول عوايد يې ٨٣٦ ميليونه افغانۍ وو.

 

هغه زياته کړه، د تېر کال په پرتله تر دې مهاله د کندهار د مستوفيت عوايد ٦٩ ميليونه افغانۍ لوړ شوي دي.

 

دى وايي، د مستوفيت رياست خپل عوايد په درېيو عمده برخو کې راټولوي، چې متوسطه ماليه (اېم ټي او)، د لويو شرکتونو ماليه (اېل ټي او) او سوداګريز عوايد ګڼل کېږي، چې له اېل ټي او پرته نورې دوه څانګې فعالې دي.

 

د ده په خبره، په تېر کې ګڼو شرکتونو، افرادو او نورو له ماليې ورکولو تېښته کوله، خو مستوفيت د هغوى د جوازونو د ځنډولو او له ګڼو نورو لارو په کار اخيستنې اړ ايستل، چې خپلې ماليې پر وخت ورکړي.

 

د مستوفيت د محاسبې دغه مدير اوس هم د عوايدو په برخه کې له صنفي عوايدو سره د ستونزې يادونه کوي او وايي، چې د ښار دوکانداران ډېرى وخت نه حاضرېږي چې مستوفيت ته مراجعه وکړي او خپله ماليه ورکړي.

 

دى وايي، د دې ستونزې د هوارۍ لپاره يې همدا اوس د کندهار ښار په زړه کې د ماليې ورکولو يوه څانګه پرانيستې تر څو دوکاندارانو ته اسانتيا رامنځته شي او د ماليې ورکولو لپاره دې څانګې ته مراجعه وکړي.

 

نوموړي يوه بله ستونزه دا ياده کړه، چې د کندهارر ولايت مستوفيت د خپل تشکيل له مخې د ټول زون په کچه فعاليت کوي، چې د کندهار تر څنګ هلمند، روزګان او زابل ولايتونه هم تر پوښښ لاندې نيسي، خو ستونزه دا ده، چې د ټول زون مصارف نه شي پوره کولاى.

 

هغه زياته کړه، په هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې د همدغو ولايتونو د ځينو ملکي ادارو له خوا عوايد ټولېږي، خو په کندهار کې مستوفيت ته نه رالېږدول کېږي ، بلکې همالته ورڅخه د ملکي مامورينو معاشونه ورکول کېږي، خو اوس دوى پلان لري، چې په دغو ولايتونو کې شته عوايد د کندهار مستوفيت له خوا را ټول شي.

 

ده وويل، اوسمهال د کندهار ولايت مستوفيت د دغه ولايت د ملکي او نظامي مامورينو او د هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو يوازې نظامي مامورينو ته معاشات اجرا کوي، چې پاتې پيسې يې د مرکز له لوري مستوفيت ته ورکول کېږي.

 

دى وايي، په روان کال کې يې د زون په کچه ٤٤ زره ٩ سوه او ٧٣ نظامي او ملکي مامورينو ته معاشونه ورکړي، دغه راز د عوايدو راټولولو په برخه کې يې بيا ٢٣٦٢٤ پاسپورټونه وېشلي، ١١٥٨ بېلابېلو شرکتونو ته جوازونه ورکول شوي، ٣٢٠ عرادې نوي موټرونه او موټرسايکلونه يې ثبت کړي او ٢٨٠ د معاملو د لارښوونې دفترونو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

 

د مستوفيت د محاسبې مدير خبر ورکړ، چې د دغه رياست د کارونو د لا ښه والي لپاره پر يوې نوې ودانۍ کار روان دى، چې تر راتلونکي کال پورې يې د جوړولو چارې بشپړېږي.

 

ده وويل، د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې عوايد څو برابره زيات شي، ځکه هغوى پلان لري، چې په راتلونکي کال کې پر کندهار ولايت سربېره د هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو عوايد هم راټول کړي دي.

 

هغه د خپل تشکيل په اړه وويل، چې په روان کال کې يې له ټولو ٢٠٠ مامورينو شاوخوا پنځوس مامورين کم وو، چې د ازادې سيالۍ له لارې تر دې مهاله ٣٥ تنه په کار ګومارل شوي او ١٢ مامورين يې لا هم کم دي، چې د ګومارلو پروسه يې روانه ده.

 

نوموړي زياته کړه، چې د تشکيل له پوره کېدو سره يې په سپين بولدک، دامان او ارغنداب ولسواليو کې هم د مستوفيت مامورين پر دندو ګومارلي، چې د عوايدو د راټولولو په برخه کې کار کوي.

 

هغه هيله وښوده، چې په نږدې راتلونکې کې به د خپل تشکيل له پوره کولو سره په پاتې نورو ولسواليو کې هم د مستوفيت مامورين پر دندو وګومارل شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.