ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن: رڼې ټاکنې د مرستو دوام تضمينوي

راسموسن: رڼې ټاکنې د مرستو دوام تضمينوي

author avatar
4 Dec 2013 - 18:29
راسموسن: رڼې ټاکنې د مرستو دوام تضمينوي
author avatar
4 Dec 2013 - 18:29

بروکسل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): ناټو وايي، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان راتلونکى او د نړيوالې ټولنې د مرستو دوام تضمينوي.

يادې څرګندونې د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، نن په بروکسل کې د خبري ناستې پرمهال وکړې.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په دويمه (نن) ورځ د کابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي سند، د ناټو پر نوي ماموريت او د افغان ملي ځواکونو د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

راسموسن وويل، په افغانستان کې په وخت او د رڼو ټاکنو ډاډ د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي ورکړى دى.

ده زياته کړه، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان د ثبات او امنيت لامل کېږي.

دغه راز هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي سند بايد ژر لاسليک شي، خو په دې اړه يې کوم ضرب الاجل ونه ټاکه.

ده زياته کړه، د ياد سند د ژر لاسليکېدو دليل دادى، چې د ناټو غړي هېوادونه د خپلو پارلمانونو تاييد او د امکاناتو تدارک ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، که امنيتي سند لاسليک نه شي، نو بيا هم دوى د ناټو ځواکونو د وتلو او د دوى د وسايلو د وېستلو لپاره وخت ته اړتيا لري.

نوموړي څرګنده کړه، چې ايساف ځواکونه به د ٢٠١٤ کال تر پايه په بشپړه ډول له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو عمومي منشي دغه راز په ډاګه کړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته افغان امنيتي ځواکونه د ټول هېواد د امنيت مسووليت لري، دا ځکه چې دوى اوس د دې وړتيا پيدا کړې ده.

خو هغه وويل، بيا هم د دې ځواکونو پر وړاندې ننګونې شته، خو د له منځه وړلو لپاره به يې هڅې کوي، خو په دې شرط حساب ورکونه او روڼوالى موجود وي.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوې، چې په کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن هم ګډون کړى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ضراراحمد مقبل او د کورنيو چارو وزير عمر داوودزی هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.