کابل( پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې په ميدان وردګو کې په دوو ترافيکې پېښو کې دوه تنه مړه او پنځه ټپيان شول.
د ميدان وردګو د والي وياند عطالله خوګياڼى وايي، د اهل هنودو يو کرولا موټر د کابل _ غزني پر لاره د سيداباد ولسوالۍ د سي سۍ په سيمه کې له يو بل موټر سره ټکر وکړ.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه پرون ناوخته رامنځ ته شوه، چې له امله يې موټر چلوونکى او يوه ميرمن مړه شول او درې نور ټپيان شول.
هغه زياتوي، په ترافيکې پېښه کې مړه او ټپيان ټول اهل هنود دي، چې له غزني څخه کابل ته روان وو.
دده په خبره، ټپيان د سيداباد روغتون ته لېږدول شوي او د دويم موټر چلوونکى امنيتي ځواکونو نيولى دى.
خوګياڼى وايي، يو بل سراچه موټر د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د غلو غونډۍ په سيمه کې چپه شوى او دوه تنه په کې ټپيان شوي دي.
هغه په دواړه پېښو کې د ټپي شوو مسافرو روغتيايي حالت ډاډمن وباله او زياته يې کړه، چې يادې ترافيکې پېښې د چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن