کندهار ښار (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې يوې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه پرون مازديګر ناوخته د ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې چاودنه د ملکي وګړو پر دوو سراچه موټرو شوې، چې له امله يې دوه کوچيان وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون درې نور ژوبل دي.
امنيتي سرچينې وويل، چې ټپيان روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.
د يادونې ده، پرون د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي وو.
د سړک غاړې ماينونه هغه لوى ګواښ دى، چې نه يواځې د ملکي وګړو ژوند يې له خطر سره مخ کړى، بلکې امنيتي ځواکونه يې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
ډېر مهال د کندهار له بېلابېلو ولسواليو څخه د ماين د چاودنو خبرونه ترلاسه کېږي، چې بې ګناه ملکي وګړي په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن