کابل ( پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢ ) : د امريکا دفاع وزير چک هيګل په يوه ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلى دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دامريکا دفاع وزير چک هيګل کابل ته رسېدلى دى.
خو دا چې نوموړى به کابل کې څه بوختيا ولري، په اړه يې نور معلومات ورنکړل.
امريکايي رسنيو د چارواکو په حواله خبر ورکړى ، چې چک هيګل د افغانستان ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې کوم پروګرام نه لري، يواځې له خپلو سرتېرو او قوماندانانو سره ګوري.
دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړى استازى جيمز ډوبينز تېره اونۍ کابل ته راغلى و او ولسمشر حامد کرزي سره يې خبرې بې پايلې وې.
د امريکا دفاع وزير چک هيګل په داسې حال کې کابل ته سفر کړى، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي سند ناندرۍ زياتې شوې دي.
د افغانستان مشورتي لويې جرګې تر څلور ورځنۍ غونډې وروسته له امريکا سره امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ.
خو ولسمشر حامد کرزي پر دغه سند د لاسليک لپاره امريکا ته درې شرطونه کېښودل.
د امنيت راوستل او د سولې د پروسې عملي پيلېدا، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل او د خلکو پر کورونو د عملياتو درول د ولسمشر کرزي شرطونه دي.
د ولسمشر حامد کرزي تر دغو شرطونو وروسته د کابل او واشنګټن اړيکې ترينګلې شوې او امريکا ګواښ وکړ، چې که ژر تر ژره دغه سند لاسليک نه شي، نو دوى به نه يواځې خپل ټول سرتېري وباسي، بلکې د مرستو پر شوو ژمنو به له سره غور وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن