کابل، خوست ( پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٢ ):د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې پاکستانيو ځواکونو پر خوست ولايت بريد کړى او درېيو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا دليندۍ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستانيو پوځيانو له خوا دا بريد پرون د خوست ولايت پر ګربزو ولسوالۍ شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې ددې بريد په پايله کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.
د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې، چې د پاکستانيو پوځيانوله لوري د افغانستان پر خاوره د راکټونو ويشتل يوه څرګنده سرحدي سرغړونه بولي ، ددوى دا کړنه يې په کلکو ټکو غندلې هم ده .
ياد وزارت له پاکستان څخه د دا ډول بريدونو د بندولو غوښتنه کړې ده.
د خوست ولايت يوې دولتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې له پاکستان څخه توغول شوى توغندى ګربزو ولسوالۍ ته نږدې د خوست ښار اړونده د ډبګي سيمې د موټرو په اډه کې لګېدلى دى.
سرچينې زياته کړې،چې په دې بريد کې يو تن وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.
د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې دپاکستانيو ځواکونو له خوا پر سرحدي ولايتونو د بريدونو لړۍ پيل شوې ده.
په پرله پسې توګه دپاکستانيو ځواکونو له خوا پر کونړ، ننګرهار او خوست ولايتونو دا ډول بريدونه کېږي، چې يواځې په کونړ ولايت کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه څاروي له منځه تللي او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.
ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړ پوړو چارواکو پر دې بريدونو کلک غبرګونونه ښودلي او افغانستان دا قضيه د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې هم راپورته کړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن