ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل : د څو ځلې رايې ورکولو د مخنيوي لپاره به دوه ډوله رنګونه وکارول شي

author avatar
9 Dec 2013 - 16:57
author avatar
9 Dec 2013 - 16:57

کابل (پژواک،١٨ليندۍ٩٢): د ټاکنو خپواک کمېسيون وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د روڼوالي د تامين او د څو ځلې رايې ورکولو د مخنيوي لپاره دوه ډوله رنګونه وکاروي.

ددې کمېسيون چارواکو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې ددې رنګونو د کيفيت ډاډ ورکړ او ويې ويل ، چې تر يوې اونۍ پورې يې د پاکېدو امکان نشته.

ددې کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وويل، چې يو ډول رنګ به يې په سترګو ښکاره شي ، خو دويم رنګ به يې هله د ليدلو وي ، چې يو ډول خاصه رڼا پرې واچول شي.

امرخېل وويل ، چې د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکي به د هر رايه ورکوونکي په پوره ډول څارنه وکړي، ترڅو د دويم ځل لپاره  د رايې ورکولو مخنيوى وکړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې په تېرو ټاکنو کې د رنګ د کيفيت د خرابوالي له امله د ټاکنو پر کمېسيون پراخې نيوکې وشوې.

د تېرو ټاکنو پرمهال داسې راپورونه خپاره شول،  چې په ځينو سيمو کې يوه تن  له خپلې ګوتې د رنګ په پاکولو سره، څو ځلې رايه ورکړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.