کابل ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزى د سوېلي افريقا د رهبر نېلسن منډيلا د تدفين په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
له ارګ څخه د ليندۍ په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشرکرزى د سوېلي افريقا د پخواني ولسمشر او د نژادي تبعيض او استعمار پروړاندې د ستر مبارز نېلسن منډيلا ته د درناوي او د ياد نمانځنې په مراسمو کې د ګډون لپاره نن غرمه د دغه هېواد پلازمېنې جوهانزبورګ ښار ته روان شو.
ټاکل شوې ده ، چې ولسمشر سبا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو او دولتونو له مشرانو سره يو ځای د سوېلي افريقا د جوهانزبورګ ښار په لوی لوبغالي کې د نېلسن منډيلا د ياد نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي او فقيد نېلسن مانديلا ته درناوی وکړي
نېلسن منډيلا د سږي ناروغۍ له امله په روغتون کې د درې مياشتو له تېرولو وروسته په کور کې تر درملنې لاندې و ، چې د ليندۍ په١٤مه، د ۹۵ کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن