ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“٦٥زره ديني عالمان مو د فشارونو له امله له اسنادو پرته پر دندوګومارلي”

author avatar
10 Dec 2013 - 16:45
author avatar
10 Dec 2013 - 16:45

کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د پوهنې وزير وايي، چې د ملي شورا د غړو د فشار له امله يې ٦٥زره ديني عالمان، پرته له دې چې تحصيلي اسناد ولري د ښوونکو په توګه پر دنده ګومارلي دي.

د مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ او د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد غوښتل شوي وو تر څو په هېواد کې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د ستونزو او پرمختګونو په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکړي.

د مشرانو جرګې غړو نيوکې کولې، چې يو شمېر کسان په غير قانوني ډول د ښوونکو په توګه پر دنده ګومارل شوي، د هېواد په ډېرو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او د پوهنې وزارت يو شمېر مديريتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

خو د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ وويل، په تېرو څو کلونو کې سناتورانو او د ولسي جرګې غړو پرې فشار راوړي څو يو شمېر کسان، چې تحصيلي اسناد يې نه درلودل، د ديني عالم په نوم په ښوونځيو کې پر دندو وګوماري.

د وردګ په وينا، دغو کسانو به ويل چې په ايران او يا هم پاکستان کې يې ديني زده کړې کړې او شمېر يې ٦٥زرو کسانو ته رسېږي.

هغه زياته کړه: ((همدا تاسو سناتور صاحبان ما ته راتللۍ او ويل مو، چې دا کس ديني عالم دى پر دنده يې وګوماره، خو اسناد به يې نه لرل او تاسو دا فکر نه کاوه، چې دا کسان که بې سواده وي نو سبا به ستاسو بچيان هم بېسواده شي.))

خو هغه په دې اړه، چې يادو کسانو د هېواد د پوهنې نظام له ستونزو سره مخ کړى او کنه څه ونه ويل.

د ده د معلوماتو له مخې، دمګړې په ټول هېواد کې ٢١٠ زره ښوونکي په تدريس بوخت دي.

وردګ دا هم وويل، چې د افغانستان د پوهنې نظام د تامين لپاره يې د پنځو نړيوالو بنسټونو غړيتوب ترلاسه کړى، چې له مخې به يې د لسو کلونو لپاره هېواد د ښوونيز نظام په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

دى وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړى، چې په نړۍ کې يي سارې نه ليدل کېږي.

وزير وايي، چې په ټولو ولايتونو کې يې د ښوونځيو په ودانولو کې لازم توازن په پام کې نيولى خو په هغو سيمو کې توازن نه دى مراعات شوى، چې بوديجه يې غير اختياري وه.

د وردګ په وينا، د دې لپاره چې په ښوونځيو کې د ښوونکو په برخه کې ستونزې کمې شي ځيني ښوونکي يې له يوه ښوونځي څخه بل ښوونځي ته تبديل کړي دي.

وردګ زياته کړه: ((زما په شتون کې به زما له طرفه هېڅ وخت ښوونکى، زده کوونکى او ښوونځى کوم زيان ونه ويني او په هغو سيمو کې، چې ښوونځي ودانۍ نه لري لازمه پاملرنه به ورته وکړم.))

وزير دا هم وويل، چې د اداري اصلاحاتو د اوږدې پروسې له امله په يو شمېر ولايتونو کې د پوهنې وزارت ځيني څوکۍ د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د وردګ په وينا، يو شمېر ښوونځي، چې د نا امنۍ له امله تړل شوي د خلاصون په موخه يې يو منظم ميکانيزيم جوړ شوى دى.

د پوهنې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو دريو کلونو کې ٦٧٠ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شوي خو اوس هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ٤ سوو په شاوخوا کې ښوونځي تړلي پاتي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.