د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر ارګ او ملي دفاع وزارت د بريدونو مخه ونيول شوه

پر ارګ او ملي دفاع وزارت د بريدونو مخه ونيول شوه

Dec 10, 2013 - 18:01

کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست، پر جمهوري رياست، ملي دفاع وزارت او د کابل ښار په هوايي ډګر سيمو باندې د راکټي بريد له مخنيوي او د دوو پاکستانيو لوړپوړو غړو په ګډون د ٢٢ وسله والو مخالفينو او يوه پاکستاني ځانمرګي بريدکوونکي د نيولو خبر ورکړى دى.

دغه رياست وايي، چې ياده ډله د تېرو درېيو اونيو په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې نيول شوې ده.

د ملي امنيت د عمومي رياست يوه وياند فريد شمال، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې له يادې ډلې يو نيول شوى تن د کابل خاکجبار ولسوالۍ لپاره ټاکل شوى ولسوال عبدالعليم دى، چې د پېښور شورا او د سراج الدين حقاني شبکې په امر يې د لويې جرګې په ورځو کې د بريدونو نيت درلود.

مشورتي لويه جرګه، د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند پر سر د خبرو په موخه د ٢٥٠٠ کسانو په ګډون د لړم په ٣٠ مه په کابل کې تر سره شوه او ګډونوالو يې له امريکا سره پر تړون ټينګار وکړ.

د ملي امنيت رياست وياند وايي، د هغه له پټنځاى څخه د١١ سرګلولو په ګډون ١٠ سکر توغندي، د بي ام يو ١٦ مرمۍ، د چريکي هاوان ١٠ مرمۍ، د ٨٢ ملي متري توپ ٨٢ مرمۍ او ٥٦ کيلو چاودېدونکي توکي يې کشف او تر لاسه کړي دي.

د هغه په وينا، د طالبانو نومول شوي ولسوال له يادو توغنديو څخه په ګټې غوښتل، چې د رياست جمهوري، ملي دفاع وزارت او د کابل هوايي ډګر سيمې په نښه کړي.

 شمال وويل، د پروان ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى مرستيال والي ملا هدايت الله هم، چې مستعار نوم يې (هجرت الله) دى او د پاکستان د کويټې شورا د  غړي ملا اسماعيل په امر د ويجاړونکو کړنو لپاره د کابل د پغمان ولسوالۍ ته رالېږل شوى و او د کابل په ښار کې يې د درېيو بريدونو نيت درلود، نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، د حقاني شبکې پورې تړلي د ځانمرګو بريدونو درې سمبالوونکي، چې عنايت الله، خدايداد اومحمدنعيم نومېږي او له درېيو چاودېدونکو واسکټونو،درې ميله کلاشينکوفونو، د ٣٦ مرميو په ګډون نارنجکه، ٣٤ لاسي بمونه او له چاودېدونکو توکو څخه ډک يوه سراچه موټر سره يو ځاى د کابل ښار په اتمه حوزه کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

 د ملي امنيت رياست وياند زياته کړه، د حزب الله په نوم د حقاني شبکې يو غړى، چې مستعار نوم يې سيف الدين دى او د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکى دى، دغه راز د کاپيسا د البيروني پوهنتون محصل هم دى، له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر سره يو ځاى، د کابل ښار د کارتې نو د سرتپې په اړونده سيمه کې نيول شوى دى.

 د سرچينې په وينا، محمد اکبر د فضل الرحيم زوى يو بل ځانمرګى، چې د پېښور ښار اصلي اوسېدونکى دى، ياد کس هم د کابل په ښار کې د ځانمرګي بريد نيت درلود او د ملي امنيت عمومي رياست د موظفينو له لوري، په ځانګړو اوپراتيفي عملياتو کې نيول شو دى.

 د ملي امنيت رياست وياند وايي، ياد پاکستاني وګړي د لومړنيو څرګندونو په ترڅ کې ويلي، چې د طالبانو د يوه قوماندان مولوي فضل الرحمن له لوري دغه ډلې ته جذب شوى او د مفتي عبدالله شاه او سيدجان په نومونو د پاکستاني استادانو لوري، په پوځي مرکزونو کې د پوځي زده کړو تر لاسه کولو وروسته، د مولوي فضل الرحمن له لوري، کابل ته د ځانمرګي بريد لپاره رالېږل شوى و.

  د هغه په وينا، يو ځانمرګي بريدګر او دوه تنه د مقناطيسي ماينونو او وسلو لېږدونکي يې هم، چې حيات الله د اغا محمد په نوم مشهوى دى، سيد برکت الله او نصرت الله، چې د مشورتي لويې جرګې د ګډوډلو هڅې يې کولې هم نيولي دي.

 د ملي امنيت رياست څرګنده کړې، د يادې مودې په ترڅ کې يې نورې څو ډلې هم، چې په کابل ښار کې يې د ځانمرګو بريدونو نيت درلود، نيولې دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan