ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان ډاکټرانو د استعفا ګواښ وکړ

د بدخشان ډاکټرانو د استعفا ګواښ وکړ

author avatar
11 Dec 2013 - 15:01
د بدخشان ډاکټرانو د استعفا ګواښ وکړ
author avatar
11 Dec 2013 - 15:01

فيض اباد (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢): د بدخشان ولايت ډاکټرانو په دغه ولايت کې د يوه ډاکټر له وژل کېدو وروسته ګواښ کړى، چې که د دوى وژنې او ورته کېدونکي ګواښونه پاى ونه مومي، استعفا به وکړي.

وژل شوى ډاکټرعبدالقهارنومېده او تېر مازديګر د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې په خپل شخصي کتنځي کې، چې د ناروغانو په درملنه بوخت و، د يوه کس له خوا د چاقو په ګوزارونو ووژل شو.

  د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد جهانګير کرامت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد ډاکټر د وژنې په تړاو يې يو کس نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او په اړه نورې څېړنې روانې دي.

خو نن د بدخشان ډاکټران په خپلو کې سره راټول شول او په يوه بېړنۍ ناسته کې يې د دغه ډاکټر د وژنې او ډاکټرانو ته د نورو ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده او د استعفاوو ګواښ يې کړ.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نوراحمد خاوري وويل، چې په وروستيو ورځو کې د ډاکټرانو پر وړاندې ګواښونه زيات شوي او کاري چاپېريال يې خوندي نه دى.

خاوري زياته کړه: ((که چېرې وضعيت همداسې دوام ولري، نو ډاکټران به له خپل کاره زړه توري شي.))

د همايون په نوم يو ډاکټر، چې د ډاکټرانو د بېړنۍ ناستې پرېکړه ليک يې لوست، ويې ويل: ((ناپېژانده  اشخاص د ټيلېفون له لارې موږ ته اخطار راکوي، چې ډاکټر قهار ووژل شو او اوس ستاسې وار دى.))

په پرېکړه ليک کې له ځايي چارواکو د ډاکټرانو د امنيت د خونديتوب غوښتنه شوې ده.

د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار د ډاکټرانو په ناسته کې  وويل، چې د ډاکټرانو اندېښنې به ډېر زر د ولايت او امنيتي چارواکو په ګډه ناسته کې له منځه يوسي.

هغه زياته کړه، ډاکټران د خلکو خدمت کوي او ځايي چارواکي يې په ساتنه کې له هېڅ ډول هڅې هم درېغ نه کوي.

د ويلو ده، چې تېره مياشت د يوه ودانيز شرکت انجنير احمد جاوېد د فيض اباد ښاروال د زوى له خوا په چاقو ووهل شو او ويې واژه، چې ښاروال هم د خلکو له زياتو اعتراضونو وروسته خپل زوى پوليسو ته وسپاره، چې اوس هم په توقيف کې دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.