غزني ښار (پژواک ۲۰ ليندۍ ۹۲): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي، بلخوا په ده يک کې د يوې نښتې پر مهال درى وسله وال وژل شوي دي.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال د ليندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه پرون ناوخته د ولسوالۍ د سې پاى په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، خو پر ماشومانو چاودلى او له امله يې دوه ماشومان، چې خور او ورور دي، وژل شوي دي.
دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض محمد توفان پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ د لغباد په سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن