ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى سبا هند ته ځي

ولسمشر کرزى سبا هند ته ځي

author avatar
11 Dec 2013 - 19:48
ولسمشر کرزى سبا هند ته ځي
author avatar
11 Dec 2013 - 19:48

کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٢): ولسمشر حامد کرزى له هندي چارواکو سره د ليدو کتو په موخه سبا د يوه رسمي سفر په ترڅ کې دغه ته روانېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر وياند ايمل فيضي په دې اړه ويلي، چې دغه سفر د هند د لومړي وزير په بلنه ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به يې حامد کرزى له هندي لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

ده زياته کړې، په دې ناستو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو د تړون په چوکاټ کې په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د پراختيا په اړه خبرې اترې وشي.

د هغه په وينا، ولسمشر به د پونې په ښار کې د هند د سيمبايوسيس (Symbiosis) نړيوال پوهنتون له خوا د “هند د نړيوالو اړيکو او په اسيا او افريقا کې د انکشافي مشارکت” په نامه جوړ شوي کنفرانس ګډون وکړي او د دغه کنفرانس برخه والو ته به خپله وينا واوروي.

فيضي وايي، حامد کرزى به د هند له يو شمېر سوداګرو، د څېړنيزو مرکزونو له چارواکو او د يو شمېر هندي او نړيوالو رسنيو له استازو سره هم وګوري.

د ولسمشر وياند ويلي، افغانستان او هند له يو بل سره پياوړې تاريخي اړيکې لري او په تېرو دولسو کلونو کې هند په اقتصادي او بشري ډګر کې له افغانستان سره څه دپاسه دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست شاکر کارګر، د ولسمشرۍ د مقام د دفتر رييس عبدالکريم خرم، په نړيوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير يحيى معروفي او په علمي او فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير زلمى هېوادمل ملګرتيا کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.