ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال طاقت لويې څارنوالۍ نيولى

جنرال طاقت لويې څارنوالۍ نيولى

author avatar
12 Dec 2013 - 14:55
جنرال طاقت لويې څارنوالۍ نيولى
author avatar
12 Dec 2013 - 14:55

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): لويې څارنوالۍ د متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت د نيولو، چې د دوى په وينا، پر قومي تعصباتو تورن دى، خبر ورکړى دى.

د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جنرال طاقت يې تېره ورځ نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې د انصار ورځپاڼې مسوول مدير جواد سروري هم نيول شوى دى.

نظري د يادو دوو تنو د نيولو په اړه نور معلومات ور نه کړل خو وايي، چې دوسيې د لويې څارنوالۍ د څېړنې برخې ته سپارل شوې دي.

خو د لويې څارنوالۍ د مدني او عامه حقونو څارنوالۍ مشر حفيظ الله حفيظ پژواک ته وويل، چې جنرال طاقت د قومونو تر منځ نفاق پيدا کولو پر تور نيول شوى دى.

هغه زياته کړه: “موږ کافي مدارک درلودل، لويې څارنوالۍ ته مو وړاندې کړل او جنرال طاقت د همدغه وړانديز له امله نيول شوى دى.”

له دې وړاندې بي بي سي هم د لويې څارنوالۍ د وياند بصير عزيزي له قوله ويلي وو، درې تنه شنونکي يې له دې امله، چې د افغانستان د قومونو ترمنځ څرګندونې يې له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوې، لويې څارنوالۍ ته يې راغوښتي دي.

د لويې څارنوالۍ د وياند په وينا، اسماعيل يون، عبدالواحد طاقت او بسم الله افغانمل يې د ليندۍ په ١٧مه، لويې څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره ورغوښتي وو.

سرچينې زياته کړه، چې محمداسحاق الکو د يادې موضوع له خپرولو څخه ډېر متاثره شوى او د دې موضوع د قانوني، هر اړخيزې او بشپړې څېړلو لپاره يې يو پلاوى ټاکلى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې شپږ ورځې وړاندې سلګونو تنو د لاريونونو په ترسره کولو سره د هغو کسانو د محکمې غوښتنه وکړه، چې قومي تعصبونو ته لمن وهي.

جنرال طاقت د لاريون په ورځ پژواک ته ويلي وو، چې کوم قوم ته يې سپکاوى نه دى کړى، بلکې د څرګندونو موخه يې يو شخص و، چې ويلي يې و هغه د افغانستان نه دى، خو په دې اړه يې د چا نوم نه و څرګند کړى.

هغه زياته کړې وه، چې د نوموړي مېرمن هم تاجکه ده او له تاجکو سره خپلوي لري او هېڅکله يې هم کوم قوم ته سپکاوى نه دى کړى.

دغه راز د ژوندون په نوم د خصوصي ټلويزيون مشر محمداسماعيل يون د لاريونوالو خبرې رد کړې او پژواک ته يې وويل: “ما هېڅکله هم تعصب ته لمن نه ده وهلې، ژوندون يوه ازاده رسنۍ ده او موږ د يوې ډلې ايراني او پاکستاني نوکرانو پر وړاندې، چې له برېښنايي تذکرې څخه يې د اسلام او افغان کلمو د له منځه وړو هڅې کولې، درېږو.”

هغه ادعا وکړه، ځيني عناصر د نوموړي پر وړاندې ناوړه تبليغات خپروي او نننى لاريون هم د ايران د سپاه پاسدارانو او د پاکستان د استخباراتو په هڅونه پر لاره اچول شوى دى.

يون زياته کړه: “زموږ شعار د افغانيت شعار و، خو ځينو کړيو غوښتل، چې د ملت پر ځاى د قوم کلمه په برېښنايي تذکرو کې درج کړي.”

د ويلو ده، په دې وروستو کې ولسمشر کرزي پر ځينو رسنيو او اشخاصو، چې قومي او ژبني تعصبونو ته لمن وهي، کلکه نيوکه کړې او ويلې يې دي، چې دا ډول تعصبات له بهر څخه د ملي يووالي د له منځه وړو په موخه ترسره کېږي او بايد د دوى پر وړاندې سخت قانون پلى شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.