ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست-غلام خان سړک د پخولو چارې پيل شوې

د خوست-غلام خان سړک د پخولو چارې پيل شوې

author avatar
12 Dec 2013 - 12:57
د خوست-غلام خان سړک د پخولو چارې پيل شوې
author avatar
12 Dec 2013 - 12:57

خوست ښار (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): د خوست-غلام خان د سړک پخولو چارې نن (د ليندۍ ٢١مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه سړک د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سړک   ۲۵ کيلومتره اوږدوالی او ۹ متره سور  لري.

هغه زياته کړه، چې پر دغه سړک د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ له لوري نږدې لس نيم ميليونه امريکايي ډالر لګول کېږي او د جوړېدو کارونه به يې په راتلونکو اولس مياشتو کې بشپړ شي.

نعيمي وويل، چې د دغه سړک جوړول نه يواځې د خوست، بلکې د هېواد لپاره اړين دي، ځکه پر دې لاره د ورځې پر تجارتي مالونو بار سلګونه موټر تګ او راتګ کوي.

د نوموړي په وينا، په بنسټيز ډول د دې لارې په جوړولو سره به د لارۍ موټر چلوونکو ستونزې هوارې شي او وبه کولای شي، چې پر خپل وخت سوداګريز مالونه ولېږدوي.

د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لارې د جوړېدو به کلکه څارنه کوي او پرې به نه ږدي، چې د پخوا په څېر يې په کيفيته جوړ کړي.

نوموړی د دې لارې جوړېدل په دغه ولايت کې تر ټولو مهم کار بولي، ځکه په دې سره د خوست-غلام خان لاره به عملي ترانزيټي بڼه غوره کړي.

يو کال مخکې د ګلام خان په سيمه کې د دغه سړک د عملي ترانزيټ لپاره د ګمرکي تاسيساتو د جوړېدو کار هم پيل شوی دی.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، پر دغو ګمرکي تاسيساتو د امريکا د پوځي له لوري شاوخوا پنځه ميليونه امريکايي ډالر لګول کېږي، چې اوس يې تر ډېره د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

څو کاله وړاندې دغه سړک په اساسي ډول جوړ شوی و، خو د خراب کيفيت له امله يې اوس ډېره برخه زيانمه شوې ده.

همدارنګه د خوست والي وايي، چې د خوست د غلام خان په سيمه کې د پاکستان سرحد ته څېرمه له هغه هېواد سره د دوستۍ دروازه هم جوړېږي، چې نن يې عملي کار پيل شو.

د خوست يوه سوداګر محمدبصير پژواک اژانس ته وويل، چې اوس مهال د سوداګريزو مالونو په راوړلو کې ډېرې ستونزې ګالي، ځکه له يوې خوا لاره ډېره خرابه ده او له بلې خوا دغه لارې عملي ترانزيټي بڼه نه ده خپله کړې.

هغه زياته کړه، چې د دې لارې جوړول د عملي ترانزيټ لپاره زمينه برابروي او هيله من دي، چې په دې سره به يې په ډېر نږدې راتلونکي کې ستونزې حل شي.

نوموړي له مرکزي دولته هم غوښتنه وکړه، چې د دې لارې د عملي ترانزيټ لپاره دې جدي ګامونه واخلي او دغه لار دې ترانزيټي کړي.

سوداګر په دې نظر دي، چې د خوست-غلام خان لاره د پاکستان ستر تجارتي مرکز کراچۍ ته د تورخم او سپين بولدک د لارو په پرتله درې سوه کيلومتره نږدې ده.

سوداګر وايي، چې د دې لاره په عملي ترانزيټ سره به د تجارتي مالونو په رالېږدولو کې بې ساری توپير رامنځته شي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.