غزني ښار (پژواک ۲۱ ليندۍ ۹۲): په غزني ښار کې يو ملا د چاقو په وسيله وژل شوى، بلخوا په همدغه ښار کې يوې نجلې ځانوژنه کړې ده.
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د غزني ښار د خاک غريبا له سيمې د يوې نجلۍ جسد چې ځان يې زندۍ کړی و، روغتون ته ور وړل شوى دى.
هغه زياته کړه، ياده نجلۍ ۱۷ کلنه وه چې ځان يې د رسۍ په وسيله زندۍ کړى، خو تر اوسه يې د وژنې لامل نه دى روښانه شوى.
د غزني د ښځو چارو رياست هم ياده پېښه مني، د دغه رياست يوې کارکوونکې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته يوې نجلۍ د کورني تاوتريخوالي له امله ځانوژنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دد دې پېښې لا کره لامل نه دى روښانه او د نجلۍ کورنۍ غوښتي، چې دا پېښه دې پټه وساتل شي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم ياده پېښه مني او زياتوي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې ناپېژانده کسانو د عبدالله په نوم يو تن چې د غزني په ښار کې يې کتاب پلورنځى درلود، د چاقو په وسيله وژلى دى.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي، چې د پېښې عاملين له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
ننګ وايي، چې عبدالله له هېچاسره کومه دښمني نه درلوده او نه هم د دې وژنې لامل روښانه دى.
د وژل شوي تن جسد د غزني ملکي روغتون ته وړل شوى دى.
د حبيب په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، دوه تنه مخ پټي کسان چې پر موټرسايکل سپاره وو، راغلل ياد کس يې پر چاقو ګانو وواهه او بيا له سيمې وتښتېدل .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن