ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومونه: حکومت دې قومي تعصباتو ته د پاى ټکى کېږدي

قومونه: حکومت دې قومي تعصباتو ته د پاى ټکى کېږدي

author avatar
12 Dec 2013 - 14:33
قومونه: حکومت دې قومي تعصباتو ته د پاى ټکى کېږدي
author avatar
12 Dec 2013 - 14:33

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): ”حکومت بايد هر څه ژر په هېواد کې قومي تعصباتو ته د پاى ټکى کېږدي او امنيتي تړون بايد هغه مهال لاسليک شي، چې د افغانستان ملي ګټې په کې خوندي شي.”

دغه څرګندونې د يوسفزيو او بابکرخېلو د قومي ټولنو مشرانو په کابل کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې وکړې.

په دې وروستيو کې په هېواد کې په الکترونيکي تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو او نه ليکلو پر سر يو لړ ستونزې را پيدا شوې او ځينو کسانو د افغان کلمې د ليکلو په موخه او ځينو د نه ليکلو په موخه لاريونونه هم کړي دي.

د يوسفزيو قوم د ټولنې مشر عبدالاکبر يوسفزي نن په کابل کې په يوه خبري غونده کې وويل، چې د ګاونډيو او نورو هېوادونو په لمسون؛ په دې وروستيو کې په هېواد کې قومي تعصبات راپيدا شوي دي.

هغه وايي، چې د يوسفزيو قوم له ولسمشر او نورو چارواکو څخه غوښتنه کوي، چې هر څه ژر دې قومي ستونزو ته د پاى تکى کېږدي.

هغه زياته کړه: ((که د دې قومي تعصباتو مخه ونه نيول شي د افغانستان ستونزې به دومره ډېرې کړي، چې بيا به يې څوک نه شي هوارولى.))

دغه راز د بابکرخېلو د قومي شورا په پرانيست غونډه کې د دې شورا مشر زمرک بابکرخېل هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((يو شمېر دولتي چارواکي په دې قومي تعصباتو کې لاس لري.))

هغه په دې اړه د چام نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((موږ له ولسمشر کرزي نه غوښتنه کوو، چې دغه قومي ستونزې پاى ته ورسوي، ځکه افغانان به يو ځل بيا له سختو ستونزو سره مخ شي.))

بابکرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون بايد هغه مهال لاسليک شي، چې په هېواد کې سوله ټينګه او ټاکنې په خير سره ترسره شي.

مشورتي لويې جرګې د ليندۍ په ٣مه له امريکا سره امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دغه سند په شپږو يا اوو راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

دغه راز د يوسفزيو قومي ټولنې مشر هم وويل، چې د مشورتي لويې جرګې له پرېکړو ملاتړ کوي خو امنيتي تړون بايد هغه مهال لاسليک شي، چې د افغانانو خير په کې وي.

خو هغه ونه ويل، چې دغه تړون د افغانستان په خير دى او کنه؟

يوسفزي دا هم وويل، چې په راتلونکو ټاکنو کې به دغه قوم د ولسمشرۍ له هغه کانديد څخه ملاتړ وکړي، چې د افغانستان د ښې راتلونکي لپاره کار وکړي.

د بابکرخېلو د قومي شورا مشر بابکرخېل هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې په ټاکنو کې د ولسمشرۍ له هغه کانديد ملاتړ کوي، چې د افغانستان ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.