ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرکرزى: د امنيتي تړون په تړاو زور ته غاړه نه ږدو

author avatar
13 Dec 2013 - 14:47
author avatar
13 Dec 2013 - 14:47

کابل (پژواک٢٢ليندۍ٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي، د زور خبرې به يې ونه ويروي ، ترڅو له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

ولسمشر کرزي هند ته د سفر پرمهال له يوه هندي ټلويزيوڼي چينل (ان ډي) سره په مرکه کې ويلي ،چې دى به ونه ويرېږي، ترڅو له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

که دا تړون لاسليک شي تر ٢٠١٤ کال وروسته له ١٢٠٠٠ تر ١٥٠٠٠ امريکايي او د ناټو عسکر په افغانستان کې پاتې کېداى شي.

کرزي د هند له لومړي وزير من موهن سنګ سره تر کتنې وړاندې په دې مرکه کې ظاهراً د امريکايي چارواکو د څرګندونو په ځواب کې ويلي:”يرغليزه ژبه به کار ورنکړي… موږ يو داسې ملت نه يوو، چې له ګواښونو وډارېږو.”

 ده  دا هم ويلي چې دا تړون به هله لاسليک کړي ، چې افغانان يې هېواد ته د سولې او امنيت پر راتګ ډاډمن شي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي يوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې هم ويلي و، چې د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره د امريکا د متحده ايالاتونو فشار استعماري چلند ته ورته دى.

هغه زياته کړې وه، چې  د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبنز له ده سره په کتنه کې ويلي ، چې  له امنيتي تړون پرته به په افغانستان کې هيڅ سوله نه وي. د کرزي په باور، د ډوبنز دا خبره دوه معناوې لري، مثبته يې دا چې د تړون له لاسليکولو سره به سوله راځي او دا ښه خبره ده.

خو د ولسمشر کرزي په خبره، د امريکا د ځانګړي استازي  څرګندونې داسې هم تعبيرېدى شي چې” که تاسې دا تړون لاسليک نه کړئ ، نو موږ به تاسې ته ستونزې پيدا کوو او هېواد کې به مو ګډوډيو ته لمن وهو.”

کرزى ويلي ، چې  دى او افغان ولس د تړون مخالف نه دي، خو غواړي چې دا تړون افغانستان ته سوله راولي او پر افغان کورونو بريدونه ودرول شي.

تېره مياشت د حکومت له خوا رابلل شوې مشورتي لوېې جرګې دا تړون تاييد کړ، خو وروسته د ولسمشر کرزي شرطونو د کابل او واشنګټن ترمنځ په ظاهره اړيکې ترينګلې کړې دي.

ولسمشرحامد کرزي دا څرګندونې هند ته د څلور ورځني سفر پرمهال کړې دي. نوموړى پرون هند ته ولاړ.

د ولسمشر مطبوعاتى دفتر ويلي، چې حامدکرزى له هندي چارواکو سره د ليدنو او په يوه نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره هند ته تللی.

د ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی،  چې په پام کې ده وحامدکرزی هند ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد له لومړي وزير منموهن سنګ، د بهرنيو چارو له وزير سلمان خورشيد او مخکښو سوداګرو سره وګوري.

امريکايي چارواکو هيله څرګنده کړې ، چې ښايي هند به ولسمشر کرزی له امريکا سره د ځنډېدلي امنيتي تړون لاسليک ته وهڅول شي.

د هند د رسنيو د راپورونو له مخې،  ښايي ولسمشر کرزى له هندي چارواکو سره په کتنو کې هغوى وهڅوي ترڅو  له افغان پوځ سره پوځي مرستې وکړي.

 افغانستان تر دې وړاندې هم يوځل له هند څخه د درنو وسلو غوښتنه کړې ، خو هند ويلي ، چې غور به پرې وکړي.

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.