ترينکوټ (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٢): تېره ورځ د اروزګان د محبس شپږو زندانيانو دېوال سورى کړى او تښتېدلي دي.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتېدلي د جنايي جرمونو په تور زنداني شوي وو او سياسي بنديان نه دي.
سرچينې د يادو زندانيانو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو تاييد يې کړه، چې دغه کسان د دېوال د سوري کولو له لارې پر تېښته بريالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې هم په اروزګان کې د ماشومانو د روزنې او اصلاح له مرکز څخه پنځه تنه تښتېدلي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن