ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې درى پوليس ووژل شول

غزني کې درى پوليس ووژل شول

author avatar
14 Dec 2013 - 12:22
غزني کې درى پوليس ووژل شول
author avatar
14 Dec 2013 - 12:22

غزني-لښکرګاه (پژواک ۲۳ ليندۍ ۹۲): په غزني ولايت کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د عامه ساتنې دری پوليس وژل شوي دي، بلخوا په هلمند کې يو تن له ۳۰ كيلوګرامه نشه يي توکو سره نيول شوى دى.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د غزني د مرکز اړوند په شهباز خان سيمه کې د کابل-کندهار د لويې لارې پر سر د عامه ساتنې د پوليسو پر موټر، چې زابل ته د روانو اکمالاتي موټرو ساتنه يې کوله، ماين چاودنه رامنځته شو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د عامه ساتنې درى پوليس وژل شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر محمدانور وويل، چې دوی ته له يادې پېښې د عامه ساتنې د پوليسو دری مړي ور وړل شوي دي.

له بلې خوا په هلمند ولايت كې پوليسو ۳۰ كيلوګرامه هيرويين نيولي دي.

په دغه ولايت كې د شپږم سرحدي زون د كشف مدير سمونمل عبدالاحمد احمدي پژواك ته وويل، چې تېره ورځ سرحدي پوليسو د پاكستان پولي ته څېرمه په خانشين ولسوالۍ كې دغه نشه يې توكي نيولي دي.

نوموړى وايي، چې دغه توكي د كډې په يوه موټر كې د همدې ولسوالۍ د سرې كلا په سيمه كې تر وسايلو لاندې پټ كړي وو او ګډي پولې ته لېږدول كېدل.

احمدي زياته كړه، چې په دې تور يو تن نيول شوى او اوس ترې پلټنې روانې دي او هڅه كوي چې له دې لارې په سيمه كې د نشه يي توكو نورې فابريكې هم ونيسي.

دا په داسې حال كې ده چې د همدغه زون چارواکي وايي، چې له پاكستان سره پر پوله، هغه سيمې چې د وسله والو تر کنټرل لاندې دي، په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.