ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

د تخار دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
15 Dec 2013 - 15:24
د تخار دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
15 Dec 2013 - 15:24

تالقان (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): د تخار ولايت په ورسج ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې، چې ورسره  به دوه زره نجونو  او هلکانو ته مناسب تدريسې چاپېريال رامنځته شي.

د تخار د پوهنې رياست وياند ګل اغا دهنظري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ورسج ولسوالۍ د ترشت د نجونو لېسې ودانۍ چې د څلورو درسي ټولګيو او دوو اداري خونو ترڅنګ په ټولو ملحقاتو سمبال دي، ٣٢٠ زده کوونکو په کې ځاېږي.

دهنظري زياته کړه، چې بل ښوونځى د ورسج ولسوالۍ په قاون دوز کلي کې پرانيستل شوى، چې اته درسي، دوه اداري خونې، کتابتون  لابراتوار او نور ملحقات لري او  ٦٥٠ زده کوونکي په کې ځاييږي.

هغه زياته کړه، چې د ورسج ولسوالۍ په ميان شهر سيمه کې د کيميان منځني ښوونځي ودانۍ هم پرانيستل شوې، چې شپږ درسي دوې اداري خونې، تحويلخانه  او نور ملحقات لري او په کې ١٠٠٠ نجونې او هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.

د تخار د پوهنې رييس زياته کړه، چې تر دې وړاندې به زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړه کوله، خو اوس يې په يوه مناسب ځاى کې د زده کړې اسانتيا ومونده.

د ترشت د نجونو لېسې يوې زده کوونکې نجلا  وويل: ((پخوا مو تر ونو او خېمو لاندې زده کړه کوله، په اوړي او ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ وو، اوس خوښ يو چې غوره او مجهز تدريسي ټولګي راته جوړ شول.))

هغه زياته کړه، چې ځيني زده کوونکي د باران او د لمر د تودوخې له امله درس ته نه حاضرېدل، خو وروسته به په خورا مينه او لېوالتيا خپل درس وايي.

د تخار د پوهنې چارواکي وايي، چې په ټوله کې په ورسج ولسوالۍ کې ٣٣ ښوونځي ودانۍ لري او يواځې شپږ نور يې له ودانيو بې برخې دي، چې هغه هم د راتلونکي کال په پراختيايي پلان کې شامل شوي دي.

د ويلو ده، چې په تخار ولايت کې له ٦٠٠ څخه زيات ښوونځي شته  چې د ١٤٥  زره نجونو په ګډون له ٣٤٠ زرو څخه زيات زده کوونکي په کې زده کړه کوي، خو له دې ډلې يې ٣٠٠ ښوونځي بې ودانيو دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.