ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشر دې د مشورتې جرګې پرېکړې له پامه نه غورځوي”

“ولسمشر دې د مشورتې جرګې پرېکړې له پامه نه غورځوي”

author avatar
15 Dec 2013 - 15:28
“ولسمشر دې د مشورتې جرګې پرېکړې له پامه نه غورځوي”
author avatar
15 Dec 2013 - 15:28

کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، افغان ولسمشر دې له هند څخه د پوځي مرستو د غوښتنې پر ځاى له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي ، څو افغان ځواکونه پر وسلو سمبال کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزى تېره پنجشنبې د څلور ورځني سفر په موخه هند ته تللى دى.

د ولسمشر د وياند دفتر ويلي، چې افغانستان او هند، د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيزاتي اړتياوو د لرې کولو په شمول د دفاعي او امنيتي همکاريو هوکړه کړې ده.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي وويل، د دې پر ځاى چې ولسمشر کرزى له هند څخه د افغان ځواکونو لپاره وسلې غواړي، غوره ده د مشورتي لويې جرګې د پرېکړې پر بنسټ له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

هغه زياته کړه: ((د افغان ځواکونو د وسلو سمبالولو لپاره کومه وړتيا، چې امريکا او غرب هېوادونه يې لري، ګاونډي هېوادونه يې نه لري.))

ده د ملي شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې د ولسمشر او امريکا تر منځ منځګړتوب وکړي، تر څو ولسمشر ياد امنيتي تړون لاسليک کړي.

مشورتي لويې جرګې د ليندۍ په ٣مه له امريکا سره امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دغه سند لاسليک کړي.

خو کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ د دغه تړون د لاسليک لپاره د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، د افغانانو کورونو ته د بهرنيو ځواکونو نه ننوتل او په افغانستان کې د سولې ټينګښت د شرطونو په توګه وړاندې کړل.

په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي هم وايي، چې د هند پر ځاى بايد د افغان ځواکونو د سمبالولو په موخه مرستې له امريکا څخه وغوښتل شي.

هغه وايي، چې له امريکا سره د امنيتي تړون ځنډول هېواد له امنيتي، سوداګريزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.

هغه زياته کړه: ((کرزى چې هر څومره د دغه تړون لاسليک ځنډوي؛ همدومره طالبان او نور ترهګر خوشالېږي.))

 په ياده جرګه کې د فراه استازى ګل احمد اعظمي هم ورته نظر لري او وايي، چې هند هم افغانستان ته مشوره ورکړې څو له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

دى هم وايي، چې د دغه تړون د لاسليک ځنډول هېواد له ګنو ستونزو سره مخ کولاى شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په مشخص ډول د تړون د لاسليک په اړه څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه چې ولسمشر بايد د مشورتې جرګې پرېکړې ته احترام وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.