ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د عامه نظم پوليسو ته نوې قرارګاه جوړه شوه

اروزګان کې د عامه نظم پوليسو ته نوې قرارګاه جوړه شوه

author avatar
16 Dec 2013 - 15:41
اروزګان کې د عامه نظم پوليسو ته نوې قرارګاه جوړه شوه
author avatar
16 Dec 2013 - 15:41

ترينکوټ (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): په اروزګان ولايت کې د عامه نظم پوليسو د قرارګاه لپاره نوى جوړ شوى کمپلېکس د ليندۍ په ٢٥مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال سمونمل سعادت خان د دغه کمپلېکس د پرانيستلو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې پروژې ١٣ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلى او چارې يې په يو نيم کال کې بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کمپلېکس پر ٥٢ جريبه ځمکه جوړه شوې چې د ٥٠٠ پوليسو د اوسېدو ظرفيت لري.

د نوموړي په وينا، چې دغه کمپلېکس د اوبو، برېښنا، د تېلو د ذخيرې، د امنيتي څراغونو، د خوړنځايونه او نورې د اړتيا وړ اسانتياوې لري.

سعادت خان وايي، چې وړاندې په دغه ولايت کې د عامه نظم پوليسو لپاره نه کومې قرارګاه شتون نه درلود او نه هم پوليس وو.

نوموړي وويل، چې اوسمهال دغه ولايت ته د عامه نظم پوليسو يو ټولى رالېږل شوى او په دې نوې قرارګاه کې ځاى پر ځاى شوى دى.

د هغه په وينا، د عامه نظم پوليس به له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه په دغه ولايت کې د امنيتي ساحې د پراخه کولو او امنيت ټينګولو په برخه کې کار کوي.

مسوولين وايي، چې په دغه کمپلېکس ٣٢ يوه پوړيزه او دوه پوړيزه ودانۍ جوړې شوې او د امريکا له خوا د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې لګښت پرې شوى دى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.