ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو لپاره ټاکل شوې نېټه مناسبه نه ده

د ټاکنو لپاره ټاکل شوې نېټه مناسبه نه ده

author avatar
16 Dec 2013 - 15:29
د ټاکنو لپاره ټاکل شوې نېټه مناسبه نه ده
author avatar
16 Dec 2013 - 15:29

فيض اباد (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): د بدخشان والي شاولي الله اديب وايي، چې د بدخشان ولايت ډېرى اوسېدونکي به د واورې ورېدنې او امنيتي ګواښونو له امله له رايې ورکونې بې برخې شي.

د بدخشان والي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړي مرکه کې د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه څرګندونې وکړې، چې په وينا يې د بدخشان خلک لېوال دي، چې د مخکنيو پروسو په څېر د ټاکنو په دې پروسه کې هم ګډون وکړي.

خو هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت جوي وضعيت ته په پام سره واوره ورېدنه په پسرلي کې تر وري مياشتې دوام کوي، چې په دې حساب د ټاکنو لپاره ټاکل شوې نېټه مناسبه نه ده.

د ټاکنون خپلواک کمېسيون د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې ١٦مه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره اعلان کړې ده.

د بدخشان والي زياته کړه:((بدخشان ولايت د هغو ولايتونو په درېيم رديف کې راځي، چې خلکو يې په ډېره لېوالتيا د رايې کارتونه اخيستي، خو زموږ انديښنه داده، چې ددې ولايت ډېرى اوسېدونکي به د وري مياشتې په ١٦مه نېټه په ټاکنو کې له برخه اخيستو محروم شي.))

اديب له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې په اړه دې له سره غور وکړي او داسې لاره دې ولټوي، چې د بدخشان خلک په ټاکنو کې له برخې اخيستو محروم نه شي.

ده زياته کړه، چې دا ستونزه يې د ټاکنو کمېسيون چارواکو ته رسولې او د دغه ولايت خلک غوښتنه لري، چې د ټاکنو وخت ته بدلون ورکړي او په کې د هېوادوالو ګډون او برخه اخيستنه دې په نظر کې ونيسي.

د بدخشان والي وويل: ((د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره غوره وخت د راتلونکي کال غبرګولي مياشت يا له غبرګولي مياشتې وروسته وخت دى، خو البته چې دا ستونزه يواځې په بدخشان کې نه ده، بلکې باميان، غور، دايکنډي او په ټوله کې ساړه ولايتونه له دې ډول جدي ستونزې سره مخ دي.))

بدخشان د هېواد له غرنيو ولايتونو څخه يو دى، چې سختې او واورينې لارې لري او په ځينو ولسواليو کې يې خلک له نا امنيو هم شکايت کوي. د دغه ولايت له ٢٨ ولسواليو څخه د ١٦ يې نښلوونکې لارې هر کال له تلې مياشتې څخه تر غبرګولي پورې د واورو له امله بندېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوې اونۍ وړاندې د مشرانو جرګې غړو هم په وري مياشت کې د هوا د نا مساعدوالي له امله د ټاکنو د ورځې ځنډېدو غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو، چې که چېرې د ورې مياشتې په ١٦مه نېټه ټاکنې ترسره شي، نو د بدخشان په ګډون به د هېواد د سړو سيمو ٧٥ سلنه اوسېدونکي له ټاکنو بې برخې شي.

خو د ټاکنون خپلواک کمېسيون وايي، چې د قانون مطابق د ټاکنون د ورځې ځنډول له قانون څخه د سرغړونې معنى لري.

د دغه کمېسيون سږ کال څلور ميليونه کسان په ټول هېواد کې د رايې کارتونو د اخيستلو لپاره په شرايط برابر ګڼلي دي، چې د روان کال د غبرګولي مياشتې نه تر اوسه له دريو ميليونو زياتو کسانو چې ٣٤ سلنه يې ښځې دي‎، کارتونه اخيستي او دا پروسه به د ولايتونو په مرکزونو کې د ټاکنو له ترسره کېدو دوه اونۍ مخکې وتړل شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.