ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خوست د ځينو خصوصي ښوونځيو نصاب غير معياري دى”

“د خوست د ځينو خصوصي ښوونځيو نصاب غير معياري دى”

author avatar
17 Dec 2013 - 11:58
“د خوست د ځينو خصوصي ښوونځيو نصاب غير معياري دى”
author avatar
17 Dec 2013 - 11:58

خوست ښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): د خوست زده کوونکي او د هغوی کورنۍ وايي، چې د ډېرو خصوصي ښوونځيو فيسونه لوړ او د درسونو کيفيت يې هغسې نه دی، لکه څنګه چې د دوی غوښتنه ده.

په خوست کې دا مهال شل خصوصي ښوونځي فعاليت کوي او د پوهنې له رياست سره ثبت شوي دي.

له دغو ښوونځيو يې دوه ښوونځي په باک او صبري ولسواليو کې جوړ دي او پاتې ټول د ولايت په مرکز کې په کرايي کورونو کې، چې مناسبه ازاده فضا هم نه لري، فعاليت کوي.

په يادو شلو خصوصي ښوونځيو کې څه باندې اته زره زده کوونکي، چې يوه برخه يې نجونې هم جوړوي، زده کړې کوي او زياتره ټولګي يې د لومړنيو او منځنيو زده کړو له زده کوونکو تشکيل شوي دي.

که څه هم د دغو ښوونځيو مسوولين وايي، چې تدريسي مېتود يې پرمختللی او زده کوونکي يې په ښه فضا کې زده کړې کوي، خو يو شمېر زده کوونکي او د هغوی خپلوان په دې برخه کې زيات شکايتونه لري.

نياز ولي، چې د يوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی دی او نه يې غوښتل د ښوونځي نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل، چې ښوونکي يې له حده زيات کمزوري دي او د درسونو کيفيت ټيټ دی.

نوموړي وويل، چې د دوی د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکي د دولتي ښوونځيو د اووم ټولګي له زده کوونکو سره نه شي پرتله کېدای، ځکه چې د دوی د ښوونځي د درسونو مېتود بېخي کمزوری دی.

د هغه په وينا، لکه څنګه چې زده کوونکي لوړ فيسونه او د ترانسپورټ لګښتونه ورکوي، نو د خصوصي ښوونځيو له مسوولينو هم غوښتنه کوي، چې خپل درسي مېتود پياوړی کړي او مسلکي ښوونکي پر دندو وګوماري.

د خيرالناس په نوم د يوه خصوصي ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکی نېک ولي شاه وايي، چې د دغه ښوونځي ښوونکي اکثريت بهرني دي او درسي مېتود يې د دوی له سويې ډېر لوړ دی.

هغه زياته کړه، چې زياتره درسونه يې په انګليسي ژبه دي او دوی نه شي کولای، په ډېرې اسانۍ سره دغه ښوونځي کې زده کړې وکړي.

نوموړي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ په ښوونځي کې په انګليسي ژبه تدريس راکول کېږي، زموږ غوښتنه دا ده، چې په پښتو دې تدريس راکړل شي، ځکه په کانکور کې انګليسي نه کارول کېږي.))

د خوست ښار يو اوسېدونکی حاضرمحمد عالم يار، چې په يوه خصوصي ښوونځي کې يې ورور زده کړې کولې او اوس يې ترې ايستلی دی، وايي، هغه هيلې چې دوی له خصوصي ښوونځيو څخه لرلې، نيمې هم نه دي پوره شوې.

نوموړي زياته کړه، چې د خصوصي ښوونځيو فيسونه بې حده زيات لوړ دي او دغه راز په هماغه اندازه تدريسي پلان هم نه لري.

هغه وويل، چې خپل يو کوچنی ورور يې له دې امله خصوصي ښوونځي و ايست، چې د زده کړو لازمه فضا يې نه لرله، فيسونه يې لوړ وو، زده کړې يې بې کيفيته وې او هسې وخت يې ضايع کېده.

خو په خوست ښار کې د يوه خصوصي ښوونځي مسوول امان الله حقمل د خصوصي ښوونځيو په استازيتوب له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې په ټوليزه توګه خصوصي ښوونځي نسبت دولتي هغو ته تر يوې اندازې ښه دي.

هغه وويل، چې يو شمېر خصوصي ښوونځي تر يوه بريده په لابراتوار، کتابتونونو، مجربو ښوونکو او پر ځانګړو تدريسي مېتودونو سمبال دي.

حقمل وايي: ((د خصوصي ښوونځيو امکانات يو څه ښه دي، ځکه موږ د کمپيوټر صنفونه لرو، لابراتوار لرو او نور امکانات لرو، نو په خصوصي ښونځيو کې درسونه ښه تدريس کېږي.))

نوموړي دغه راز وويل، چې د خصوصي ښوونځيو تر منځ هم د کيفيت له پلوه توپير شته، چې ځيني يې په ښه کيفيت او ښه معيار سره دي، خو ځيني نور يې بيا ټيټ معيار لري.

امان الله حقمل دا ومنله، چې د ځينو د خصوصي ښوونځيو فيسونه يوه اندازه لوړ دي او د کمزوري اقتصاد خلک ورته رسېده ګي نه شي کولای، خو زياتوي، چې د ځينو نورو بيا دومره هم لوړ نه دي، چې د خلکو له وسه پورته وي.

نوموړي د خوست د پوهنې رياست له مسوولينو هم غوښتنه وکړه، چې خصوصي ښوونځيو ته توجه زياته او ترې کلکه څارنه وکړي، ځکه دا د ښوونځيو پر کيفيت مثبت اغېز کوي.

د خوست ښار د خيرالناس په نوم د يوه خصوصي ښوونځي مسوول ډاکټر سلام پژواک اژانس سره په خبرو کې دا رد کړه، چې ګنې دوی زده کوونکو ته پر انګليسي ژبه تدريس ورکوي.

هغه وويل، چې يواځې د ژمي په رخصتيو کې زده کوونکو ته په ژمنيو کورسونو کې انګليسي درسونه ورکول کېږي او د ښوونځي عمومي نصاب يې هماغه د افغانستان د پوهنې تعليمي نصاب دی.

ډاکټر سلام دا ومنله، چې په ښوونځي کې يې زياتره ښوونکي پاکستاني دي، خو وايي، چې له زده کوونکو سره په افهام او تفهيم کې کومه ستونزه نه لري.

د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي هم دا مني، چې په يو شمېر خصوصي ښوونځيو کې فيسونه لوړ اخيستل کېږي او تدريسي کيفيت يې هم ښه نه دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، يو شمېر هغه شرطونه، لکه لابراتوار، ازاده فضاء د لوبو ميدانونه او ځينې نور، چې بايد خصوصي ښوونځي يې ولري، تر اوسه ندي پوره کړي.

فضلي زياته کړه، چې د دغو ښوونځيو د څارنې لپاره يې يو کمېسيون ټاکلی او هره ورځ ترې څارنه کوي، چې په ترڅ کې به يې د ټولو خصوصي ښوونځيو د کيفيت په برخه کې يو څه مرسته وکړي.

که څه هم په يو شمېر خصوصي ښوونځيو کې په انګليسي ژبه د نصاب د تدريس خبرې کېږي، خو د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي وايي، چې په ټولو خصوصي ښوونځيو افغانی نصاب تدريسېږي.

هغه وايي: ((موږ پر خصوصي لېسو باندې د خپل نصاب مطابق فشار راوړی دی، خارجي نصابونه موږ په خصوصي ښوونځيو کې نه غواړو، موږ د دوی لپاره يو کمېسيون هم ټاکلی دی.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.