غزني ښار (پژواک ۲۶ ليندۍ ۹۲) چارواکي وايي چې په بېلابېلو عملياتو او امنيتي پېښو کې ١٩ وسله والو او د ملي اردو ١٣ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له څو ورځو راهيسې د غزني په اندړو، ده يک او ګيلان ولسواليو کې د خيبر په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، چې له پرون راهيسې په دغو سيمو کې د عملياتو پر مهال ٩ وسله وال وژل شوي او لس نور تپيان دي.
د نوموړي په وينا، په عملياتو کې تر اوسه د ملي اردو يواځې يو سرتېرى ټپي شوى او له وسله والو مخالفينو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل، چې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يې د ملي اردو درې سرتېري وژلي او دوه نور يې ټپي کړي دي، خو د والي وياند يواځې د يوه سرتېري ټپي کېدل تاييدوي.
پرون هم د ملي اردو مسوولينو په دغو عملياتو کې د ١٨ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى و.
بلخوا د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو عملياتو کې د ملي اردو د ١١ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.
د ياد وزارت له خوا پژواک ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار په چپرهار کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل دي، دغه راز د غزني په ګيلان کې يو وژل شوى او يو سرتېرى ټپي دى.
سرچينې زياته کړې، چې د غزني په ګيلان کې يو سرتېرى وژل شوى او يو ټپي دى، د سمنګان په رباطک کوتل کې هم يو سرتېرى وژل شوى او په هلمند کې دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن