ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات امنيه قومانداني: پر ښکار د بنديز فرمان به په ټول ځواک پلى کړم

author avatar
19 Dec 2013 - 14:53
author avatar
19 Dec 2013 - 14:53

هرات ښار (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د هرات امنيه قومانداني وايي، چې ښکار د ولسمشر د فرمان له مخې منع دى او دوى به هېچا ته د مرغانو او نورو وحشي ژوو د ښکار اجازه ورنه کړي.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د ليندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى تر خپل ماموريت لاندې سيمو کې ټولو امنيتي ځواکونو د ولسمشر د ښکار د ممنوع والي فرمان رسولى او په ټول ځواک به يې پلى کړي.

نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون ځينو رسنيو او په ټولنيزو شبکو (فېسبوک) کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د اوبو او برېښنا پخوانى وزير او د ولسمشرۍ د کانديد، استاد سياف لومړى مرستيال اسماعيل خان د قطر د بادشاه د کورنۍ ځينو غړو او د بهرنيو چارو وزير هرات ولايت ته د ښکار لپاره بلنه ورکړلې ده.

اسماعيل خان تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى.

دغه راز د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي وايي، چې دوى په دې اړه رسمي خبر نه لري.

د هغه په وينا، که چېرې څوک په دې اړه رسمي دولتي اجازه ولري، نو بيا دوى ورسره کومه ستونزه نه لري.

د هرات په دښتو او غرنيو سيمو کې بېلابېل ډول مرغان او د نورو ژوو سربېره، بازان او يو ډول پړانګان هم شته چې عرب وګړي ورسره ډېره مينه لري او د ښکار تابيا يې لري.

د هرات د چاپېريال ساتنې ادارې پخوانی رييس عبدالقيوم افغان وايي، څو څو ځل يې له امنيتي ځواکونو د دغه ډول ښکار د مخنيوي غوښتنه کړې وه.

هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال اندېښنه وښوده، چې که مخه يې ونه نيول شي، نو په نږدې راتلونکي به د دا ډول قيمتي ژوو نسل له منځه ولاړ شي.

د يادونې ده، تېر کال کندهار ولايت ته هم د ښکار په موخه د قطر د شاهي کورنۍ د يو شمېر غړو او سوداګرو د راتګ خبر ورکړل شوى و.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.