واشنګټن (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني واشنګټن ته د سفر پر مهال د ملګرو ملتونو او امريکا له يو شمېر چارواکو سره ليدلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياندې ماري هارف خبريالانو ته وويل، چې صلاح الدين رباني پرون د بهرنيو چارو زارت له يو شمېر مسوولينو او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي جيمز ډوبينز سره وليدل.
هغې زياته کړه، چې دا ليدنې د معمول ليدنو يوه برخه وه او د دواړو هېوادونو تر منځ د علاقې پر وړ موضوعاتو يې خبرې وکړې.
د نوموړې په وينا، صلاح الدين رباني او ډوبېنز د افغانستان د سولې پروسې په اړه په ځانګړې توګه خبرې وکړې او د سولې په پروسه کې يې د افغان مېرمنو پر رول هم رڼا واچوله.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې صلاح الدين رباني به په واشنګټن کې له يو شمېر نورو امريکايي چارواکو سره هم په راتلونکو ورځو کې وګوري.
بلخوا د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې د تېرې جمعې په ورځ په يوه رسمي سفر واشنګټن ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړې، چې د دغه سفر پر مهال به د امريکا له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو، متخصصينو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي.
رباني ويلي، چې پرون يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو په ځانګړې کمېټه کې ګډون وکړ او ورته يې وينا وکړه.
د نوموړي په وينا، د دې کمېټې ټولو غړو د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې سره هر اړخيز ملاتړ اعلان کړ.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن