ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپينه ماڼۍ: د امنيتي سند لاسليک ته ډېر انتظار نه شو کولى

سپينه ماڼۍ: د امنيتي سند لاسليک ته ډېر انتظار نه شو کولى

author avatar
19 Dec 2013 - 11:46
سپينه ماڼۍ: د امنيتي سند لاسليک ته ډېر انتظار نه شو کولى
author avatar
19 Dec 2013 - 11:46

واشنګټن (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): سپينه ماڼۍ وايي ، چې له کابل سره د امنيتي سند لاسليک ته ډېر انتظار نه شي کولى او په دې اړه ډېر ځنډ به تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکون شتون له ګواښ سره مخ کړي.

دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول جي کارني پرون د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ګواښ يې وکړ، چې دوى په دې برخه کې نور انتظار نه شي کولى.

هغه زياته کړه: ((نور وخت نه لرو، دې ته انتظار نه شو کولى، چې د افغانستان له لوري په دې برخه کې نور څه اقدامات کېږي.))

د نوموړي په وينا، د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي سند په اړه د باور په فضا کې خبرې اترې ترسره شوې دي او د خبرو پروسه هم پاى ته رسېدلې ده.

جي کارني وويل: ((خو موږ باوري يو او په دې برخه کې زموږ پيغام واضح دى، چې اوس بايد دغه سند لاسليک شي.))

پر امنيتي سند د کابل او واشنګټن تر منځ له تېر يو کال راهيسې خبرې روانې وې او امريکا ټينګار کاوه، چې دغه سند بايد د ٢٠١٣ کال تر پاى ته رسېدو مخکې لاسليک شي.

د روان لمريز کال د ليندۍ په ٣مه لويې مشورتي جرګې هم امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ، خو ولسمشر حامد کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ د سند د لاسليک لپاره امريکا ته ځينې شرطونه وړاندې کړل.

د عملياتو پر مهال د خلکو پر کورونو نه ننوتل، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل او او د سولې په پروسه کې د عملي اقداماتو ترسره کول د ولسمشر کرزي درې شرطونه وو.

خو د سپينې ماڼۍ وياند په ډاګه کړه، چې تر دې وروسته د امنيتي سند په مسوده کې هېڅ ډول بدلون نه شي راتلى.

جى کارني وويل، چې د امريکا ترڅنګ ناټو هم تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو پر پلانونو کار کوي او که چېرې دغه سند ژر لاسليک نه شي، نو ناټو هم په دې برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د هغه په وينا، ولسمشر بارک اوباما په ډاګه کړې ، چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي سرتېري به يواځې له ترهګرۍ سره په مبارزه او د افغان ځواکونو روزنې او همکارۍ ته پاملرنه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر غواړي دا جګړه او په نښتو کې د امريکايي ځواکونو نېغ په نېغه ښکېلتيا له منځه يوسي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.