ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي شوراګانو او مدني ټولنو په هېواد کې پر ملي يووالي ټينګار وکړ

قومي شوراګانو او مدني ټولنو په هېواد کې پر ملي يووالي ټينګار وکړ

author avatar
19 Dec 2013 - 18:47
قومي شوراګانو او مدني ټولنو په هېواد کې پر ملي يووالي ټينګار وکړ
author avatar
19 Dec 2013 - 18:47

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د نن ورځې په مشورتي ناسته کې، له ١٨ څخه ډېرو قومي شوراګانو او مدني ټولنو، چې په کابل کې د قومونو تر منځ د يووالي په موخه پر لاره اچول شوې وه، په هېواد کې د شته ستونزو په حل او يووالي ټينګار وکړ.

د سهاکو قوم د سرتاسري شورا مشر نوراغا سهاک وويل، چې دغه ناسته د دوولسو قومي شوراګانو او د شپږو مدني ټولنو استازو په ګډون د ملي يووالي، د سولې ټينګښت او د افغانستان د قومونو تر منځ د تعصبونو د له منځه وړلو لپاره پر لاره اچول شوې ده.

د هغه په وينا، ټاکل شوې دغه ډول ناستې په نږدې راتلونکي کې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم پر لاره واچول شي.

د تڼيو قومي شورا مشر او د دغې غونډې ګډونوال غازي نواز تڼي هم دغه ډول ناستې اغېزناکې وبللې او ويې ويل: ” د وطندوستۍ احساس موږ دې ځاى ته را کش کړي يو.”

هغه وايي، چې اوسمهال افغانان له ډېرو ستونزو لکه ناامني، بيکارۍ او نورو ډېرو ستونزو څخه رنځ وړي او که چېرې قومونه سره يو نه شي ، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د بحران لوري ته کش کړاى شي.

نوموړي وويل، اوسمهال ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ، چې د افغانستان ملي حاکميت نه غواړي ، نو د وروڼو قومونو تر منځ د نفاق اور د بلولو په هڅه کې دي.

خو نوموړي دا ډلې په ډاګه نه کړې او ويې ويل: ” که قومونه سره يو وي، نو هيڅوک به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړى شي.”

هغه زياته کړه: ” په تعصبونو سره هېواد نه شو جوړولى، خو د قومونو تر منځ د يووالي پر مهال کيداى شي، چې دغه هېواد له بحران څخه اوباسو.”

هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې د رڼو ټاکنو د تر سره کولو لپاره هڅه وکړي، ځکه د هغه په وينا، که چېرې رڼې ټاکنې تر سره نه شي ، نو هېواد به د بدبختۍ خوا ته لاړ شي.

تڼي له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې باوري کانديد ته رايه ورکړي، چې د هېواد د ملي يووالي، د امنيت د ټينګښت او سولې لپاره کار کوي.

په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي حاجي نذير احمدزي هم په دې ناسته کې وويل، چې قومونو همېشه د هېواد د ستونزو په حل کې ډېر رول لوبولى او اوس هم بايد د ستونزو د حل لپاره سره يو شي.

هغه زياته کړه: ” تر هغه وخته، چې افغانستان پخپله د افغانانو له لوري جوړ شوى نه وي ، نو بل څوک افغانستان نه شي جوړولى او نړيواله ټولنه هم اوس په دې پوه شوې ده.”

د ناصرو قوم او د نيمروز د ولايتي شورا مشر نجيب الله ناصر په ياده غونډه کې وويل، چې قومونه يواځې د ټاکنو د تر سره کېدو پر مهال بايد سره راغونډ نه شي.

هغه وويل، اوسمهال افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي او بايد بېلابېل قومونه د دغو ستونزو د حل کولو لپاره سره راغونډ شي او د خپل هېواد په ابادولو کې برخه واخلي.

د ناستې په پاى کې ټولو ګډونوالو د قومونو تر منځ پر يووالي ټينګار وکړ او له حکومت څخه يې د امنيت د ټينګښت، سولې، د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو او محکمې ته د هغو کسانو د را کاږلو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې تعصبونو ته لمن وهي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.