ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو د مسلکي کېدو په موخه پنځوس ميليون ډالره مرسته وشوه

د پوليسو د مسلکي کېدو په موخه پنځوس ميليون ډالره مرسته وشوه

author avatar
21 Dec 2013 - 17:57
د پوليسو د مسلکي کېدو په موخه پنځوس ميليون ډالره مرسته وشوه
author avatar
21 Dec 2013 - 17:57

 کابل (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢): سوېلي کوريا د ملي پوليسو د ظرفيت لوړاوي او مسلکي کولو په برخو کې خپله پنځوس ميليون ډالره مرسته اعلان کړه.

 د دغې مرستې هوکړه ليک نن د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال لوى پاسوال محمد حيدر بصير او په کابل کې د کوريا سفير يانګ چيوچا (H.E Young Cheol Cha)  او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د مرستيال يوشوي، تر منځ لاسليک شو.

   د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال وويل، چې دغه پيسې به د جندر د مسلکي کولو، د ظرفيت لوړاوي، د زندانونو په برخه او د پوليسو د معاشونو په برخو کې ولګول شي.

 هغه له يادې مرستې څخه په مننې زياته کړه، دا لومړى ځل نه دى، چې سوېلي کوريا له افغانستان سره مرسته کوي، بلکې په تېرو کې هم دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

 د کورنيو چارو وزارت ياد چارواکي په راتلونکي کې د دغه هېواد پر مرستو ټينګار وکړ او ويې ويل، دغه پيسې به په ښه توګه د پوليسو د زده کړې په برخه کې ولګول شي.

 د سوېلي کوريا سفير، له يادو مرستو څخه موخه د ملي پوليسو پياوړتيا او پرمختګ وباله او ويې ويل، دا د سوېلي کوريا دويم ځل دى، چې له افغانستان سره پنځوس ميليون ډالره مرسته کوي. تېر کال هم دغه هېواد له افغان پوليسو سره پنځوس ميليون ډالره مرسته کړې وه.

 هغه د ٣٠ افغان ښځينه پوليسو، چې تېر کال سوېلي کوريا ته د پوځي تعليماتو د زده کړې په موخه تللې وې، اشاره وکړه او د خپل هېواد د مرستو له ادامې څخه يې ډاډ ورکړ.

 اوسمهال د افغان پوليسو شمېر ١٦٠ زره تنو ته رسيږي، چې له ٢٥٠٠ څخه يې ډېرې ښځې دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.