کابل(پژواک٣٠ليندۍ ٩٢) : په ولسي جرګه کې د “يوالي”په نوم جوړشوي پارلماني ګروپ نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د خپل شتون اعلان وکړ.
ددې پارلماني ګروپ مشر صاحب خان وويل ، چې د قوانينو تصويبول، د هېوادوالو يوالى ، د خلکو له حقونو کلکه دفاع د ژبني او سمتي تعصبونو پر وړاندې جدي مبارزه ،د دې پارلماني ګروپ اساسي موخې دي.
هغه زياته کړه ” دغه ګروپ به تر خپلې وسې هڅه وکړي ، چې په هېواد کې د قومي ، سمتي او ژبنيو تعصبونو مخه ونيسي . “
د صاحب خان د معلوماتو له مخې ، يوالى پارلماني ګروپ چې په ولسي جرګه کې د کندهار استازى ملا سيد محمد اخند يې مرستيال او د پروان استازې سامعه عزيز يې منشي ټاکل شوې، ١٨غړي لري .
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د سبا ، ملي ، سولې کاروان ، صداى عدالت ، رسالت ، سعادت او اعتماد په نومونو اووه نور پارلماني ګروپونه هم جوړ شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن