ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا پر “صوفه” تړون د خبرو هرکلى وکړ

امريکا پر “صوفه” تړون د خبرو هرکلى وکړ

author avatar
22 Dec 2013 - 11:51
امريکا پر “صوفه” تړون د خبرو هرکلى وکړ
author avatar
22 Dec 2013 - 11:51

واشنګټن (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): د امريکا متحدو ايالاتونو د افغانستان او ناټو سازمان تر منځ تر ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو ځواکونو د ماموريت د څرنګوالي په اړه د خبرو د پيلولو هرکلى وکړ.

پرون په کابل کې د افغانستان او ناټو تر منځ پر “صوفه” تړون خبرې پيل شوې، په دغو خبرو کې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د ناټو ځانګړى استازى مورټيس جوکيمز برخه اخيستې وه.

د امريکا متحدو ايالتونو د دغو خبرو اترو هرکلى کړى، خو زياته کړې يې ده، چې دغه تړون د کابل او واشنګټن تر منځ له امنيتي تړون پرته ناممکن دى.

د امريکا د دفاع وزير مطبوعاتي مسوول جان کېرباى په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې د دفاع وزير چک هېګل د افغانستان او ناټو تر منځ د صوفه پر تړون د خبرو پر پيلېدو خوښي څرګنده کړې ده.

هغه زياته کړه: ((پر صوفه تړون خبرې پيلېدل د دې څرګندويي کوي چې نړيواله ټولنه غواړي افغانستان تر ٢٠١٤ کال وروسته هم خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.))

خو نوموړي وويل، چې د ناټو سرمنشي او د امريکا د دفاع وزير چک هېګل لا د مخه په ډاګه کړې، چې د کابل او واشنګټن تر منځ پر امنيتي سند له لاسليک پرته نور تړونونه ممکن نه دي.

بلخوا د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند ويلي، چې افغان لورى بايد ژر تر ژره او له کوم ځنډ پرته امنيتي سند لاسليک کړي.

د دفاع وزارت وياند مارک ټورنبرګ په واشنګټن کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر امنيتي سند خبرې پاى رسېدلې او لاسليک ته تيار دى.

هغه زياته کړه: ((موږ په دې باوري يو چې د امنيتي سند په وخت کې لاسليکول د دواړو هېوادونو په ګټه دى.))

د افغانستان او ا مريکا تر منځ پر امنيتي سند خبرې ١٥ مياشتې مخکې پيل شوې وې او وروستۍ بڼه يې تياره او لويې مشورتي جرګې ته وړاندې شوه.

لويې مشورتي جرګه تېره مياشت له يو لړ وړانديزونو سره امنيتي سند تاييد کړ، خو ولسمشر حامد کرزي پر سند د لاسليک لپاره درې شرطونه امريکا ته وړاندې کړي دي.

د عملياتو پر مهال د خلکو پر کورونو نه ننوتل، د رڼو ټاکنو ترسره کول او له وسله والو مخالفينو سره د سولې عملي پروسه پيلول د ولسمشر له شرطونو دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.