ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د واغز ولسوال ټپي شو

د غزني د واغز ولسوال ټپي شو

author avatar
22 Dec 2013 - 12:40
د غزني د واغز ولسوال ټپي شو
author avatar
22 Dec 2013 - 12:40

غزني (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۲): د غزني د واغز ولسوالۍ ولسوال له خپل زوى سره په يوه چاودنه کې ټپي شوى دى.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون مازديګر د ولسوال د کور مخې ته شوې ده.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو ماين د ولسوال د کور مخې ته ځاى پر ځاى کړى و او د ريموټ کنټرول په وسيله يې ورته چاودنه ورکړې ده.

مرستيال وايي، وسله والو مخالفينو ولسوال محمدعظيم ته له کوره د راوتو لپاره ټيلېفون کړى و، چې د هغه له راوتو سره سم چاودنه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ولسوال او د هغه  زوى ټپي شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

احمدي وويل، چې د ولسوال ټپونه برسېرن دي، خو زوى يې چې د ولايتي شورا کانديد هم دى، سخت ټپي شوى دى.

د غزني د ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر محمدانور پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته دوى ته ولسوال او د هغوى ټپي زوى ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ولسوال تر درملنې وروسته رخصت شوى، خو زوى يې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې د ولسوال مرستيال له دوو ساتونکو سره ټپي شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.