جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): د لغمان د ملي امنيت ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې درې ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې له يوه موټربم سره يو ځاى نيولي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام د ملي امنيت منسوبينو ياد موټر د مهترلام اړوند د مشه خېلو په سيمه کې کشف او ونيو.
هغه زياته کړه، د ملي امنيت منسوبينو درې ځانمرګي بريد کوونکي چې غوښتل يې د مهترلام په ښار کې ترهګريز عمل ترسره او د موټربم په وسيله ځان ته چاودنه ورکړي، نيولي دي.
د نوموړي په وينا، په ياد موټر کې شاوخوا ١٤٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
ځواک وايي، چې د ملي اردو د انجنيرۍ ټېم له لوري ياد چاودېدونکي توکي له موټر څخه بهر او په هماغه سيمه کې ورته چاودنه ورکړل شوه.
د والي وياند وويل، چې ياد درې واړه ځانمرګي دا مهال د ملي امنيت په رياست کې تر پوښتنو، ګروېږنو لاندې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې وړاندې په لغمان ولايت کې شاوخوا شل هغه ماشومان چې پاکستان ته د ځانمرګو بريدونو د تريننګ په موخه وړل کېدل، له روزنې وروسته په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه وکړي د ملي امنيت له لوري ونيول شول او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن