ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو د پنجوايي په يوه جومات کې ١٥ ماينونه کشف او شنډ کړل

پوليسو د پنجوايي په يوه جومات کې ١٥ ماينونه کشف او شنډ کړل

author avatar
23 Dec 2013 - 19:11
پوليسو د پنجوايي په يوه جومات کې ١٥ ماينونه کشف او شنډ کړل
author avatar
23 Dec 2013 - 19:11

 کندهار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په يوه جومات کې ايښودل شوي ١٥ ماينونه کشف او له منځه يوړل شول.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماينونه د يادې ولسوالۍ د تلوکان کلي په شين غزي نومي جومات کې ځاى پر ځاى شوي وو.

 هغه زياته کړه، په دغه جومات کې د ١٥ ماينونو تر څنګ يوه مخابره، ٢٥٠ فيره د پيکا مرمۍ او نور مهمات هم ترلاسه شوي، چې د وسله والو مخالفينو له خوا پټ کړل شوي وو.

 دى وايي، دغه توکي تر هغه وروسته کشف شول، چې پوليسو يې په اړه معلومات ترلاسه کړل او په دې توګه يې د سلګونو لمونځ کوونکو ژوند وژغوره.

 د ده په وينا، د ياد شوي جومات د امام او نورو هغو کسانو چې دغلته يې ماينونه او وسلې ځاى پر ځاى کړې وې، د نيولو کېدو هڅې روانې دي.

 له بلې خوا  په سويل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي ، چې د عملياتو  په ترڅ کې  د کندهار په پنجوايي او خاکرېز ولسواليو کې ، ٦٣ ډول ډول ماينونه،٧٥د ماين پتاقي، ٢٢ آيکم مخابرې آنټن، ١٧٥ قلمي بالتۍ او د ملي پوليسو اووه جوړه کالۍ له وسله والو مخالفينو څخه لاس ته راوړي دي.

همدارنګه  د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې هم د وسايطو ضد پنځه کړۍ ماينونه د ملي اردو لخوا موندل شوى او شنډ کړاى شوي دي.

وسله والو مخالفينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.