ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: امريکا طالب خپل دښمن نه ګڼي

author avatar
23 Dec 2013 - 01:57
author avatar
23 Dec 2013 - 01:57

 کابل ( پژواک د مرغومي لومړۍ ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا په ډاګه کړه، چې امریکا سره د امنیتي سند لاسلیک ته بیړه نه لري ، بلکې په دې برخه کې له ډیر دقت څخه کار اخلي.

له ارګ څخه دمرغومي په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر دا څرګندونې نن د هیواد دیو شمیر رسنیو له استازو او مسوولینو سره دلیدنې پر مهال کړې دي.

 ولسمشر په دې غونډه کې امریکا سره پر امنیتي سند او سولې پروسې په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او د ژورنالستانو سوالونو ته یې ځوابونه  ورکړل.

هغه زیاته کړه چې د لویې مشورتي جرګې د غونډې پر مهال یې خپل شرایط په ډاګه کړي دي ، چې د خلکو پر کورونو د امریکایي ځواکونو دعملیاتو درول او د سولې د عملي پروسې پیلول دي او اوس هم پر دې شرایطو ټینګار کوي.

نوموړي وویل چې له کلونو راهیسې افغانستان پر یادو موضوعاتو دریځ خپل کړی و او اوس هم پر همدې دریځ ولاړ دی.

ولسمشر کرزي دیوه سوال به ځواب کې وويل چې د امنیتي سند دنه لاسلیک په صورت کې به هیڅکله افغانستان کورنۍ جګړې په لوري ولاړ نه شي او دا ډول څرګندونې یې یواځې تبلیغات وباله.

ده زیاته کړه : (( افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله کورنۍ جګړو لوري ته نه دی تللی، د ۱۹۹۰ لسیزې جګړې د بهرنیانو دلاسوهنو له امله رامنځته شوې وې، موږ باید تنظیمي ، د ډلو ټپلو او دطالبانو جګړې دافغانستان خلکو پورې وتړو، ځکه چې افغانان سره متحد دي.))

ولسمشر یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې هیڅ یو هیواد د پردیو او بهرنیانو په مرستو نه ابادیږي ، بلکې د خپلو خلکو په زحمتونو سره ابادیدلی شي.

هغه زیاته کړه چې امریکا سره امنیتي سند د اقتصادي دلایلو له مخې نه بلکې په هیواد کې د ثبات لپاره لازم ګڼي.

حامد کرزي وویل : (( زه له امریکا سره امنیتي سند غواړم، مګر زموږ د خلکو کورونه باید دامریکایي ځواکونو له بریدونو څخه خوندي وي ، افغانستان باید نور د دوامداره جګړو ډګر نه وي.))

ولسمشر یو ځل بیا د سولې د عملي پروسې پر پیلیدو ټینګار سره وویل چې دوی یو متحد افغانستان غواړی چې دیوه پیاوړي حکومت خاوند وي ځکه چې دده په وینا، دافغانستان په خاوره کې دوه بیرغونه نه شی ځاییدی.

هغه د رسنیو مسوولینو سره په دې غونډه کې وویل چې امریکا سره یې امنیتي سند لپاره شرطونه دي لپاره ایښي دي، څو هیواد له بې ثباتۍ څخه وژغورل شي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا سره امنیتي سند کله لاسلیک کوي وویل : (( امریکا سره امنیتي هغه مهال لاسلیکوو، چې هغوی زموږ شرطونه ومني، موږ دې کار ته اماده یو، بیړه نه لرو، بلکې په دې برخه کې له ډیر دقت څخه کار اخلو.))

هغه زياته کړه چې  د امنيتي تړون پر سر له امريکا سره اوس هم په بېلابېلوکچو خبرې اترې روانې دي، د ملي دفاع وزير،دکورنيو چارووزير او د ملي امنيت سلاکار له امريکايي پلاويو سره  په خبرو بوخت دي.

ده څرګنده  کړه ، کله چې هم امريکايان چمتو شول چې دا تړون لاسليک کړي له افغان لوري څخه به  هم د  دفاع وزير ، دبهرنيو چارو وزير يا هم د  ملي امنيت سلاکار دا تړون له هغوی سره  لاسليک کړي.

هغه زياته کړه : (( که چېرې دامريکا ولسمشر بارک اوباما د امنيتي سند لاسليک لپاره کابل ته راشي، نو زه به ورسره لاسليک کړم، خو دې کار لپاره امريکا ته نه ځم.))

ولسمشر حامد کرزي ددې ډول وېرې خپرېدو لامل هم د امريکايانو او نورو لويديځوالو تبليغات وګڼل چې دده په خبره افغاني رسنۍ يې خپروي.

هغه له امريکايي پلاوو سره د خپلو خبرو د جرياناتو په اړه وويل چې هغوى طالب خپل دښمن نه ګڼي.

ولسمشر کرزي  وويل، د امريکا له  نظره هغه کسان چې افغان  ملکي وګړي وژني او د افغانانو کورنه سوځوي او دلته ښونځي او نوردولتي تاسيسات له منځه وړي ، ترهګر  نه دی .

د هغه په وينا، د امريکاله نظره ترهګر هغه څوک دی چې امريکايي ګټو  ته خطر متوجه  کړي.

کرزي زياته کړه : (( که چېرې پاکستان  د وسلوالو کسانو يو لښکر هم افغانستان ته را واستوي او د افغانستان ځينې سيمې ونيسي، دا دافغانستان او پاکستان دوه اړخيزه ستونزه ده او امريکا به پکې مداخله  ونه کړي.))

نوموړي وويل ، په تېرو دريېو څلورو کلونو کې څو ځلې بهرنيانو ورته وړانديز کړی چې د افغانستان ځينې سيمې  دې په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو په واک کې ورکړل شي تر څو وروسته بيا په هماغه سيمو کې له هغوی سره د سولې خبرې اترې وړاندې يوړل شي.

ولسمشر د قطر د سولې د بهير يادونه هم وکړه او ويې ويل ، که چېرې د قطر د دفتر تر پرانيستل کېدو وړاندې  يې له امريکا څخه پدې اړه ضمانتونه نه وای اخيستي،نو ښکاره خبره وه چې همالته د افغانستان د تجزيې او وېشل کېدو  لپاره پلان جوړ شوی و.

د امنيتي سند په اړه پخپلو نورو څرګندونو کې ولسمشر وويل چې د لويې جرګې تر پايه پورې يې له امريکا سره په دې اړه خبرې روانې وې او کله چې په ځينو موضوعاتو کې سره پرېکړې ته ونه رسېدل نو د جرګې په پاى کې يې خپل شرطونه اعلان کړل.

ولسمشر د امنيتي سند د نه لاسليک په صورت کې د نړيوالو ځواکونو د وتلو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ، څوک چې په بګرام او  هلمند کې د امريکا پوځي اډې وګوري  يا اقلاً په کابل  کې ددوی سفارت ته ځېر شي، په ډاګه څرګندېږي چې امريکايان دلته په سيمه کې لويه لوبه پيل کړې ده او له دې ځايه په آسانۍ سره نه ځي.

حامد  کرزي پدې ناسته کې چې نژدې څلور ساعته  پرله پسې یې دوام وکړ، ډاډ څرګند  کړ چې امريکايان به  دامنيتي تړون  په اړه دده شرايطو ته غاړه ږدي او هغه به  مني، ځکه دده په خبره هغوی په افغانستان کې پوځي اډو ته اړتيا لري.

نوموړي دغه راز وويل چې امريکا سره د خبرو پر مهال دده په شرطونو کې پرمختګ شوى  دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.