ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د مسګرۍ صنعت مخ په ورکېدو دى

د غزني د مسګرۍ صنعت مخ په ورکېدو دى

author avatar
24 Dec 2013 - 14:30
د غزني د مسګرۍ صنعت مخ په ورکېدو دى
author avatar
24 Dec 2013 - 14:30

غزني ښار (پژواک ٣ مرغومى ۹۲): د غزني د مسګرۍ صنعت چې ډېر کسان په کې بوخت وو او په غزني ښار کې يې لسګونه دوکانونه درلودل، اوس د له منځه تلو په حال کې دى.

د غزني اوسېدونکي او مسګران وايي ، چې له بهرنيو هېوادونو د توکو او لوښو ورادېدل د دغه ولايت د مسګرۍ پر صنعت بده اغېزه کړې او وېره څرګندوي چې دغه تاريخي صنعت به له منځه ولاړ شي.

د غزني ښار يو اوسېدونکى او فرهنګي شخصيت محمد خليل ايازي وايي، چې مسګري له دې وړاندې په دغه ولايت کې ډېر ښه صنعت درلود او په لسګونه کسان يې پر جوړولو بوخت وو او له همدې لارې يې خپل اقتصاد ساتلى وو.

هغه وايي، چې په مخکې کلونو کې په غزني ښار کې نږدې ۱۵۰ د مسګرۍ دوکانونه وو، خو اوس په ټول غزني کې دوه دوکانونه نه دي پاتې.

ايازي پژواک اژانس ته وويل، چې د مسګرۍ صنعت د غزنويانو له دورې راپيل او په دې سيمه کې يې ډېر ښه نوم او تاريخ درلود.

د څېړونكو د معلوماتو له مخې، د غزنويانو د تمدن دوره (۹۷۵-۱۱۸۷ م)، ۲۲۸ كاله وه، مركز  يې اوسنى د غزني ښار و، چې تر اوسه په كې د ارزښتمنو فرهنګي اثارو ژوندۍ نښې تر سترګو كېږي.

خليل ايازي وايي، چې د مسګرۍ صنعت نه يواځې په غزني بلکې په ټول هېواد کې پرمختګ کړى و، خو اوس د نوي عصر په بازارونو کې د نوو ماشيني توکو له راتګ سره دغه صنعت په ورکېدو دى.

هغه زياته کړه: ((د غزني خلک اوس د دغو لوښو جوړولو ته زړه ښه نه کوي، ځکه چې بازار ته د نوو توکو په راتګ سره خلک د مسي توکو رانيولو ته زړه نه ښه کوي.))

ايازي په دې برخه کې د غزني او د مرکز چارواکي ملامتوي چې د دغه تاريخي صنعت په ژوندي ساتلو کې پاتې راغلي او دې برخې ته يې هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

په غزني کې ولايت کې يوه ۳۶ کلن مسګر نورالله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له کلونو کلونو راهيسې دغه کاروبار کاوه، پخوا يې پلرونه نيکونه و او اوس دوى ته پاتې دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اوس نه يواځې دغه صنعت د  ورکېدو په حال کې دى، بلکې نور د لاسي توکو جوړول هم د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

نورالله چې شل کاله يې مسګري کړې وايي چې اوس يې له دغه کار څخه لاس اخيستى دى ځکه چې ګټه يې ورته نه کوله.

نوموړي زياته کړه: ((په دې وروستيو کلونو کې مو ټوله ورځ ضايع کېدله، خلک د مسي توکو رانيولو ته نه راتلل، مجبور شو چې خپل دوکان وتړو.))

 هغه په وينا، په سلو کسانو کې به هم يو کس نه پيدا کېدل چې دغه توکي واخلي، خلک ټول اوس عصري توکي اخلي چې په فابريکو کې جوړ شوي دي.

نورالله وايي، چې پخوا په غزني کې د مسګرۍ ١٥٠ دوکانونه وو او لسګونو کسانو له دې لارې خپلې کورنۍ ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوله، خو اوس يواځې دوه دوکانونه پاتې دي او دوکاندارانو نور کاروبارونه پيل کړي دي.

د غزني ولايت يو بل مسګر خالقداد چې په ښار کې د مسي لوښو دوکان لري، وايي، چې اوس يواځې لوى مسي ديګونه پلوري.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((پخوا مې غوري، بدنۍ، تالونه، مسي ديګونه او داسې نور څېزونه جوړول خو اوس يواځې غټ غټ ديګونه جوړوم.))

د خالقداد په وينا، غټ ديګونه هم يواځې  په دې موخه جوړوي چې يو شمېر کسان يې د خوښيو د ورځو لپاره اخلي.

خو هغه وايي، چې غټ ديګونه هم په داسې بيه نه پلورل کېږې چې د دوی ستونزې دې پرې راکمې شي.

ده زياته کړه، چې پلار يې هم شل کاله په غزني کې مسګري کړې، خو که حالات همداسې و، دى به هم له دغه کاره لاس واخلي او خپل دوکان به وتړي.

خالقداد وويل، چې له بهرنيو هېوادونو د لوښو راتلل دغه صنعت له ورکېدوسره مخ کړى دى.

د هغه په وينا، که چېرې دولت دغه صنعت ته بېرته وده ورکړي، ورته ښه بازار او مارکېټ پيدا کړي، اسانتياوې برابرې کړي، نو له دې سره به د هېواد يو تاريخي صنعت بېرته را ژوندى شي او لسګونو کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

بلخوا د غزني يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، چې نيکلي او چيني لوښي د مسي لوښو ځاى نيولى دى.

د غزني ښار يو اوسېدونکی محمداصف وايي، که څه هم له نورو هېوادونو څخه وارد شوي لوښي ډېر دوام نه کوي، خو دا چې ظاهري بڼه يې ښه او ښکلې وي، خلک يې رانيسي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې چيني لوښي تر مسي ارزانه وي، خو دوام نه کوي.

نوموړی دولت لاسي صنايعو ته د ودې په نه ورکولو ملاتوي او زياتوي چې دولت هېڅکله دې برخې ته پاملرنه نه ده کړې.

د غزني د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي چې نه يواځې مسګري په غزني کې مخ په ورکېدو ده بلکې د دې ترڅنګ نور لاسي توکي هم بازار نه لري.

د غزني د سوداګرۍ خونې رييس عبدالمتين قلندري پژواک ته وويل، که چېرې د غزني لاسي توکي د بهرنيو هېوادونو په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شي نو دغه توکي به بېرته پخوانۍ لرغونتيا ترلاسه کړي.

هغه وايي ، چې بهرني سوداګر د غزني مسي توکو ته زيات لېوال دي او غواړي چې دغه توکي بهرته ولېږدوي.

قلندري زياته کړه، دوى هڅه کوي، چې په غزني کې بېرته دغه تاريخي توکي راژوندي او ورته سم بازار پيدا کړي.

د نوموړي په وينا، په غزني کې د اسلامي هېوادونو دثقافت د مرکز له مخې يو بازار جوړېږي چې پکې به د مسګرۍ لپاره هم ځانګړي دوکانونه په پام کې ونيول شوي.

دغه راز هغه وويل چې په دې ولايت کې به د مسګرۍ صنعت لپاره نندارتونونه هم په لاره واچوي.

هغه د دغه ولايت له خلکو وغوښتل چې د نورو لوښو پر ځاى د خپل هېواد د خلکو په لاس جوړ شوي توکي واخلي ، تر څو ګټه يې خپلو هېوادوالو ته ورسېږي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.