کابل(پژواک٤مرغومى٩٢) : ضرار احمد عثمانی، د بهرنيو چارو د وزير په توګه وکولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .
د ولسمشر لومړي مرستيال د ليندۍ په ٣٠ پنځه کانديد وزيران او د سترې محکمې عالي شورا لپاره دوه تنه نوماندان ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو په موخه معرفي کړل .
دې اوتنو د عثماني په ګډون نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشريح کړل او د جرګې غړيو پرته له دې چې پوښتنې مطرح کړي ، کانديدانو ته يي رايه ورکونه پيل کړه .
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢٣١ تنو ګډون کړى وو او د کانديد چارواکي د بريا لپاره ١١٦ موافقو رايو ته اړتيا وه .
د راى اچونې په پايله کې عثماني د ١٨٣ موافقو ٣٢ مخالفو ٢باطلو او ١٤ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول ، چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .
ضرار احمد د نشه یی توکیو پر وړاندې د مبارزې او د کورنيو چارو د وزير او د پروان د والي په توګه دندې تر سره کړې دي.
محمد اکبر بارکزى هم نن د کانونو او پتروليم د وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.
د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې لپاره کانديد وزير دين محمد مبارز راشدي، ، د اوبو او برېښنا لپاره کانديد وزير محمد عارف نورزى ، د سوداګرۍ او صنايعو لپاره کانديد وزير شاکر کارګر او د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره کانديدان پوهندوى دين محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه د رايو شمېرنه دا مهال دوام لري.
د نورو کانديدانو لپاره د رايو شمېرنې پايلې به وروسته خپرې شي.
د يادونې وړ ده ، چې حکومت ځکه ياد شوى اوه تنه کانديدان ولسي جرګې ته د باور راى اخستنې په موخه معرفي کړل ، چې مخکنيو وزيرانو استعفا کړې او د سترې محکمې د رئيس په ګډون د سترې محکمې د عالي شورا د دريو غړيو د کار موده پاې ته رسيدلى ده .
خو تر اوسه ولسي جرګې ته د سترې محکمې د رئيس په توګه څوک نه دى معرفي شوى .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن