ميمنه (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): د فارياب ولايت ځينو اوسېدونکو سيمه ييز پوليس له خلکو په باج اخيستنه او په امنيتي پوستو کې د ملکي وګړو په ګومارنه تورنوي، خو سيمه ييز پوليس وايي چې يو شمېر کسان د طالبان په تحريک سيمه ييزو ته دسيسې جوړوي.
د قيصار ولسوالۍ د شاخ سيمې په لسګونو کسانو او مخورو د قصيار ولسوال ته د سيمه ييزو پوليسو له باج اخيستنې او ناوړه چندل څخه شکايت وکړ او د روان وضعيت د درولو غوښتنه يې وکړه.
حاجي عبدالوهاب چې ځان په شاخ سيمه کې د ١١ سيمه ييزو کيلوالو شوراګانو رييس ګڼي، پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې د عبدالجليل په نامه د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له څه لامل پرته له ده ١٥٠ زره افغانۍ غوښتې دي.
هغه زياته کړه: ((غوښتل شوې پيسې مې ورنه کړې، زه يې ووهلم
، په جېب کې شته درې نيم زره افغانۍ يې رانه واخيستې.))
نوموړي وويل، چې خلک د سيمه ييزو پوليسو له باج اخيستنې په تنګ شوي او بايد بې وسلې شي.
د قيصار ولسوالى عبدالجميل صديقي د سيمه ييزو پوليسو د ځينو قوماندانانو بد چلند تاييد کړ او ويې ويل چې اوسمهال په مخورو او زيانمنو سره ناسته لري او دخلکو شکايت به رسما د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قيصار ولسوالۍ په قشقار
سيمه کې د سړک غاړي په ماين چاودنه کې يو سيمه ييزو پوليس ووژل شو او يو بل ټپي شو.
د قيصار ولسوالۍ وايي، چې دا دواړه پوليس خپلې پوستې ته روان، چې ورته ځاى پر ځاى شوى ماين پرې والوت او ټپي پوليس روغتون ته ولېږدول شو.
خو د قيصار د ولسي شورا رييس احمد فرهاد ادعا کوي، چې دا دواړه کسان د سيمه ييزو پوليسو په تشکيل کې نه و، بلکې ملکي وګړي وو، چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نظام الدين له خوا په زور وسله وال شوي او په پوسته کې ګومارل شوي وو.
نوموړي د سيمه ييزو پوليسو د ځينو قوماندانانو له ناوړه چلند څخه شکايت وکړ او ويې ويل: ” سيمه ييز پوليس بايد خلک د زور واکو له زوره وژغوري او د ظلم مخه ونيسي.”
خو د سيمه ييزو پوليسو د ٣٠٠ کسيز کنډک سرپرست نظام الدين دا ادع
اوې بې بنسټه بولي او وايي چې يو شمېر کړۍ غواړي چې د طالبانو په لسمون د سيمه ييزو پوليسو پر وړاندې د سيسه جوړه کړي.
نوموړي ددې کړيو نوم وانه خيست او د ملکي وګړو ته يې د وسلو ورکول هم رد کړ کړل، ده وويل چې د ماين په چاودنه کې يو وژل شوى کس او ټپي ملکي لارويان وو.
قوماندان نظام زياته کړه، چې دا ادعاوې د طالبان په لمسون په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تېره ورځ يې د وسله والو طالبانو سره په دوه ساعته جګړه کې درې طالبان وژلي او څلور ک
سه نور يې ټپيان کړي دي.
د نوموړي په وينا، دا طالبان هغه مهال ټپيان او ووژل شول چې دى د فارياب له غورماچ ولسوالۍ څخه د قيصار په لور روان و او د هزاره کلا سيمې سره په کمين وربرابر شو.
قيصار هم د دريو طالبانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدنه تاييد کړه.
د ويلو ده چې په قيصار ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو دوې ډلې ش
ته. يو يې ٣٠٠ کسيز کنډک دى چې مشري يې د مشرانو جرګې د غړي سيدفرخ شاه جناب په غاړه ده چې دوه کاله وړاندې تشکيل شوى دى.
دويمه قطعه بيا سل کسه لري چې د ولسي جرګي په غړي فتح الله
قيصاري پورې اړه لري او څو مياشتې وړاندې رامنځته شوې ده.
سيمه ييز پوليسو په خپلو سيمه کې د امنيت خوندي کولو دنده په غاړه لري، چې د کورنيو چارو په چوکاټ کې تنظيم شوي او تنخوا ورکول کېږي. دوى په هغو سيمه کې ګومارل کېږي
، چې د ملي پوليسو شتون په کې پيکه وي.
تېر کال په کابل کې دمدني ټولنو دهمغږۍ مرکز هم د پوليسو له کړنو شکايت وکړ او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې هغوى بې وسلي کړي، خو د کورنيو چارو وزارت ددې څرګندولو د رد ترڅنګ وويل چې د سيمه ييزو پوليسو په کړنو بشپړواک او څارنه لري او خلک ترې خوشحاله دي.
سيمه ييزو پوليس په ٢٠١٠ زېږديز کال د امنيتي د خوندي کولو لپاره په اف
غانستان کې د ناټو ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال ډېويډ پيتريوس د پلان پر بنسټ پشنهاد او د کو
رنيو چارو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شول.
اوسمهال و د سيمه ييزو پوليسو شمېر ٢٠ کسانو ته رسېږي او ټاکل شوې چې دا شمېره په راتلونکي کې ٣٠ زرو ته لوړه شي. د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل پر بنسټ له دې ځواکونو څخه د پنځو کلونو لپاره ګټه اخيستل کېږي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن