مزارشريف (پژواک ٥ مرغومى ۹۲): د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د نامسوولو وسله والو لس کسيزه ډله ونيول شوه.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي د مرغومي ٥مه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه کسان تېره شپه د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.
د هغه په وينا، چې نيول شوي دغه کسان پر وژنو او غلاوو تورن دي او دغه ډول لسګونه دوسيې يې په اړه ثبت شوې دي.
پاسوال رحيمي وويل، چې ياد کسان په لومړنۍ څېړنه کې وژونکي پېژندل شوي او په دې اړه اسناد او شواهد هم د پوليسو په لاس کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغو نا مسوولو وسله والو د خپلو شخصي ستونزو د حل په موخه وژنې کولې او عامه امنيت ته يې زيان پېښاوه.
د هغه په وينا، چې دغه لس کسيز باڼد د شخصي ګټو او له وژنو د خوند اخيستو په موخه ناوړه کړنې ترسره کولې.
د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دغو وسله وال بانډ پر نيولو خوښ دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدسليم پژواک ته وويل، چې ياد وسله وال ګروپ تر دې دمه له لسو ډېر مخور مشران وژلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې همدغه ګروپ د شولګر او مزارشريف پر لويه لار او د ولسوالۍ د مرکز او کليو تر منځ لارو غلاوې کولې.
د بلخ امنيه قوماندان زياته کړه، چې د دغه ولايت په هره سيمه کې چې د ورته غير مسوولو وسله والو د شتون نښې پيدا شي نو امنيتي ارګانونه مسوول دي، چې د نيولو په موخه يې عمليات ترسره کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
نوموړي د راتلونکو ټاکنو د امنيت په اړه عامو خلکو ته ډاډ ورکړ خو د پوليسو د تجهيزاتو د کمښت په اړه يې اندېښنه وښوده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن