کندهار-لښکرګاه (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): په کندهار او هلمند ولايتونو کې د دوو چاودنو له امله يو عام وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني د مرغومي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه ١٢بجې د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې د تېلو له يوه ټانک سره چاودنه وشوه.
د ده په خبره، د ماين چاودنې دغه پېښه پر يوه ١٣ کلن ماشوم، چې په لاسي کراچۍ کې يې خوراکي توکي پلورل هغه مهال رامنځته شوې، چې د يوې عادي وسپني ګومان يې پرې کړى و.
د ده په وينا، په دې چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى او يو بل ټپي دى، چې روغتيايي حالت يې سم بلل شوى دى.
درانى وايي، چې د دې پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
سپين بولدک چې د کندهار سرحدي ولسوالۍ ده، د کندهار له مرکزه ١١٠کيلومتره لرې پرته ده.
د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١بجې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د دوديز بازار د مېلې پر مهال د موټرسايکل بم چاودنې له امله دوه عام وګړي ټپيان شول.
د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک اژانس ته وويل، دغه چاودنه د نادعلي د جانجيل په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د پېښې له ځاى څخه د پوليسو موټر تېر شو.
ده وويل، چې په دې چاودنه کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى، خو دوه عام وګړي ټپيان شوي، خو د يوه يې روغتيايي حالت نازک دى.
د ده په خبره، چې امنيتي ځواکونو د پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن