ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پخواني شوروي يرغل پرمهال د قربانيانو انځورونه نندارې ته وړاندې شول

د پخواني شوروي يرغل پرمهال د قربانيانو انځورونه نندارې ته وړاندې شول

author avatar
28 Dec 2013 - 17:58
د پخواني شوروي يرغل پرمهال د قربانيانو انځورونه نندارې ته وړاندې شول
author avatar
28 Dec 2013 - 17:58

 کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): کابل کې په افغانستان باندې دپخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له لوري د يرغل کاليزې (د مرغومي ٦ مه) د غندلو په ترڅ کې د جګړو د قربانيانو تصويرونه نندارې ته وړاندې شول او د نندارتون چارواکو د دغو جنايتونو د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه.

 دغه انځورونه د ” افغانستان د عدالت غوښتنې ټولنيزې ټولنې” له لوري نن د کابل ښار د سيلو سړک په اوږدو کې د کارته مامورينو د سړک په څنډو کې ځړول شوي وو.

 د دغې ټولنې يوه غړي فريدون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه سيمه کې يې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال د جګړو دقربانيانو له زرو څخه زيات تصويرونه ځړولي دي.

هغه زياته کړه، دغه تصويرونه د قربانيانو د کورنيو له لوري راوړل شوي او د مرغومي د شپږمې ورځې د غندلو په مناسبت نندارتون ته وړاندې شوي، تر څو د دغو جنايتونو عاملين خپلې سزاګانې وويني.

 نوموړي زياته کړه: ” موږ د تېرو درېيو لسيزو جنايتکارانو د محاکمې غوښتونکي يو او په ټوله کې ډېر شمېر کسان، چې په دغو جنايتونو کې يې لاس درلود، د حکومت په بېلابېلو بنسټونو کې اوسمهال دندې تر سره کوي.”

 په دغو انځورونو کې زړه بوګنوونکې صحنې هم تر سترګو کېږي، چې د پخواني شوروي اتحاد له لوري د بېګناه خلکو د وژنې او کنډوالو تصويرونه ښکاره کوي.

 د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ١٢٠ زره سرتېرو، چې په ټانکونو، جنګي او پرمختللو وسايلو سمبال وو، د ١٣٥٨ کال د مرغومي په ٦ مه پر افغانستان يرغل وکړ او ببرک کارمل يې د قدرت ګدۍ ته ورساوه.

 دغه ښکاره يرغل، چې د هېواد په کچه يې له ځانه سره ډېر بريدونه هم درلودل، تر لسو کلونو پورې دوام وکړ او شوروي اتحاد له سختې ماتې وروسته د ١٣٦٦ لمريز کال د سلواغې په ٢٦ مه هېواد پرېښود.

 د اشغال په دغه لس کلنه دوره کې افغانستان په کنډواله بدل شو. له يو ميليون څخه ډېر بې ګناه افغانان ووژل شول، لسګونه زره معلول او ميليونونه کسان ګاونډيو هېوادونه ته د مهاجرت لپاره اړ ايستل شول.

 د نندارتون په سيمه کې د قربانيانو د کورنۍ يوتن غړي عزيز محمد له ساړه اسويلي وروسته، وويل: ” ما د خپل پلار ژوند په ياد نه دى… خو مور مې کې کيسه کوي، چې ته هغه مهال يونيم کلن وې، چې پلار دې له لاسه ورکړ.”

 هغه زياته کړه، مور يې له ژړا سره يو ځاى وايي، په ١٣٥٩ لمريز کال کې يې خپل مېړه، چې د پولي تکنيک پوهنتون محصل و، يوه ورځ له تلو څخه يې بيا په سترګو نه دى ليدلى.

عزيز محمد زياتوي: ” زه جنايتکارانو ته د سزا غوښتونکى يم او زموږ د شهيدانو حقونه  بايد له هغوى واخيستل شي.”

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.