ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې يوې ښځې ځان وژنه کړې

په جوزجان کې يوې ښځې ځان وژنه کړې

author avatar
29 Dec 2013 - 16:57
په جوزجان کې يوې ښځې ځان وژنه کړې
author avatar
29 Dec 2013 - 16:57

شبرغان (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): پوليس وايي، په جوزجان کې يوې ښځې د خپلې خواښې د تدفين لګښتونو د نه درلودو له امله ځان وژنه کړې او دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال په دغه ولايت کې ٢٥ ښځې او نجونې وژل شوي او يا يې هم ځان وژنې کړې دي.

د هغه په وينا، دغه ٣٨ کلنه مېرمن ګلجان نومېده او تېره شپه يې د اقچې ولسوالۍ په سقزکول کلي کې ځان زندۍ کړى دى.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف امر څارمن عبدالطيف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې مېرمنې اته ماشومان پاتې دي او مېړه يې هم په سترګو او پښو معيوب دى.

هغه زياته کړه، د څېړنو له مخې تېره اونۍ د ګلجانې خواښې وفات شوې وه، خو هغې د بې وزلې او د خپلې خواښې خاورو ته د سپارلو او نورو لګښتونو د پيسو د نه درلودو له امله ځان وژنه کړې ده.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف امر زياته کړه، چې د ګلجانې مړى تېره شپه د هغې له کور څخه په زندۍ شوي ډول ترلاسه شوى او له هغه وروسته روغتون ته لېږدول شوې ده.

د اقچې ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر نجيب الله وايي، چې د دې ښځې مړى نن روغتون ته ور وړل شوى او د معايناتو له مخې يې يواځې په مرۍ کې د زندۍ نښې ښکاري.

د ګلجانې يوه خپل اسدالله وويل، چې دغه مېرمن تېر ماښام د خپلې خور له کور څخه وتلې او له هغې سره يې مخه ښه کړې او خور يې هم د هغې دغه کار ته کوم اهميت نه و ورکړى.

هغه وويل، د ګلجانې خواښې د تدفين مراسمو لګښتونه د سيمې خلکو پر غاړه اخيستي و، خو ګلجانه له دغه بد وضعيت څخه ډېره ځورېده، تر دې چې مړى يې تېره شپه په زندۍ شوي ډول له کوره پيدا شوى دى.

اسدالله زياته کړه: “دغه کورنۍ خپلې د سهار او بېګا ډوډۍ ته محتاجه وه او کله به يې هم دوه تنکيو زامنو ته کار پيدا کېده او کله هم نه.”

د يادې مېرمنې په مړينې سره د جوزجان په ولايت کې په روان کال کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې او مړينې شمېره، چې د بشر حقونو له سازمان سره ثبت ده، ٢٥ تنو ته رسېږي، دا په داسې حال کې ده چې دغه شمېره تېر کال ٢٠ تنو ته رسېده.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.