ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام له زندان څخه ٦٥٠ بې ګناه زندانيان خوشې شوي

د بګرام له زندان څخه ٦٥٠ بې ګناه زندانيان خوشې شوي

author avatar
30 Dec 2013 - 17:53
د بګرام له زندان څخه ٦٥٠ بې ګناه زندانيان خوشې شوي
author avatar
30 Dec 2013 - 17:53

 کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د بګرام د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټه وايي، چې ٦٥٠ بې ګناه زندانيان يې له دغه زندان څخه ازاد کړي دي.

 د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړي عبدالشکور دادرس نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې يادې کمېټې د روان کال په وري مياشت کې د زندانيانو د دوسيو څېړل پيل کړي، چې تر دې مهاله له ټولو ٧٦٤ دوسيو څخه ٦٥٠ يې بې ګناه پېژندل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د پاتې نورو زندانيانو دوسيې به يو ځل بيا وڅېړل شي او که د دوى له ډلې هم کوم کسان بې ګناه وي، نو دوى به هم ازاد شي.

 دادرس د دغو زندانيانو د زنداني کېدو په اړه خپګان څرګند کړ او ويې ويل، چې دوى له کومو کره ثبوتونو او له دې پرته، چې په خپل جرم پوه شي، په بګرام کې زنداني شوي دي.

 د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړى وايي: ” په هغو څېړنو کې، چې موږ تر سره کړي، څرګنده شوې چې دغه کسان په زندانونو کې د افغانستان د قوانينو پر خلاف بنديان شوي او د دوى د څېړنو اسناد څرګندوي، چې په هغو کې يې ګوتې او لاسليکونه هم شتون نه لري.”

 هغه زياته کړه،افغانستان خپل قوانين لري، هيڅوک يو شکمن له شته ثبوتونو پرته نه شي زنداني کولى او که چېرې يې زنداني کړي، نو د قانون خلاف عمل يې تر سره کړى.

دادرس زياته کړه، چې د نورو ١١٤ زندانيانو دوسيې به سترې محکمې ته ولېږي.

 دادرس زياته کړه، له قانون سره سم که چېرې د شکمن او يا تورن کس دوسيه تر پنځلسو ورځو پورې محکمې ته ونه لېږل شي، بايد کس ازاد شي او يا يې که چېرې دوسيه پېچلې وي، نو د نورو پنځلسو ورځو لپاره غځېدلى شي، خو دغو کسانو د محکمې له حکم پرته څلور کاله، په زندان کې تېر کړي دي.

 د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړي وويل: هغه کسان، چې د ځانمرګيو، چاودنو، وژنو او ورانکارۍ په تور نيول شوي، نو هيڅکله به هم د يادې کمېټې له لوري پرېنښودل شي.

 ولسمشر کرزي د روان کال د وري په ١٧ مه د يوه فرمان په ترڅ کې، د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي په موخه درې کسيزه کمېټه وټاکله او دغې کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې د شکمنو، تورنو او د هغو کسانو وضعيت، چې له شواهدو او ثبوتونو پرته نيول شوي، وڅېړي.

 ولسمشر کرزي له دې کمېټې غوښتې و، څو د يادو زندانيانو څېړنې د افغانستان د اساسي قانون د ١٢٨ او ١٢٩ مندرجو مادو له مخې، له هر ډول لاسوهنو پرته وڅېړي.

 ولسمشر دغه راز سترې محکمې او لويې څارنوالۍ ته دندې سپارلي، تر څو د مسلکي او باتجربه کدرونو او د پروان ولايت د اړوندو بنسټونو په دندو ګومارلو سره، د دغه زندان د زندانيانو دوسيې په خپل ټاکلي وخت او ډېر ژر وڅېړي او په اړه يې خپل حکم صادر کړي.

 په بګرام زندان کې، چې په پروان ولايت کې شتون لري، بنديان د ترهګريزو فعاليتونو په شک او تور ساتل کېږي.

دادرس ونه ويل، چې اوسمهال په دغه زندان کې څو تنه بنديان پاتي دي، خو تير کال چې امريکايي ځواکونو دباګرام زندان چاري افغانانو ته وسپارل،  له ٣ زرو څخه زيات بنديان په بند کې و، چې له دغه ډلې څخه يې ٦ سوه تنه بنديان چې ګومان کېده، امنيت ته به ګواښ وي امريکايانو له ځانه سره وساتل.

 د بګرام زندان مسووليت، د روان کال د وري په ٥ مه له امريکايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو او د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانانو نيول او په دغه زندان کې د هغوى ساتل، د دواړو هېوادونو تر منځ د لانجو سبب شوي و.

 د ويلو ده، چې درې مياشتې وړاندې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې د ٤٣٣ زندانيانو د ازادولو حکم هم کړى و، چې له هغه وروسته بيا ازاد شوي وو.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.