کلات (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د زابل ولايت عدلي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د شهر صفا ولسوالۍ ولسوال د محکمې په امر نيول شوی او اوس مهال په زندان کې دی.
د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالغفار افضلي د مرغومي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شهر صفا ولسوال د يوې جنايي قضيې له امله توقيف شوی دی.
د ده په خبره، چې ولسوال عبدالخالق ايوبي څو اونۍ وړاندې د شهر صفا ولسوالۍ قاضي ډبولی و او له هغه وروسته تر عدلي تعقيب لاندې و.
افضلي زياته کړه، چې نوموړی پرون مازديګر ناوخته د محکمې له لوري ونيول شو او وروسته څارنوالۍ ته سپارل شوى ، چې دا مهال د محکمې په امر تر توقيف لاندې دى.
نوموړی وايي، چې د ولسوال قضيه پيل شوې او پايله به يې وروسته معلومه شي.
عبدالخالق ايوبي شاوخوا درې مياشتې مخکې د شهرصفا ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن