ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار او بغلان کې شپږ شکمن قاچاق وړونکي ونيول شول

په تخار او بغلان کې شپږ شکمن قاچاق وړونکي ونيول شول

author avatar
30 Dec 2013 - 13:10
په تخار او بغلان کې شپږ شکمن قاچاق وړونکي ونيول شول
author avatar
30 Dec 2013 - 13:10

 تالقان،کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د تخاراوبغلان دملي امنيت رياستونو، شپږتنه د ١٤٣ کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تورنيولي دي.

 د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي ، چې د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي د تالقانو ښار  په بولک اورتبوز سيمه کې نيول شوي دي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د بدخشان دې اوسېدونکو نيت کړى و، چې ٦٧ کيلوګرامه ترياک د ماوراى کوچه ولسواليو ته ولېږدوي.

 ماوراى کوکچه ولسوالۍ له تاجکستان سره پر پوله پرته ده، چې دشت قلعه، ينګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدين، خواجه غار او رستاق ولسوالۍ په کې شاملېږي.

 د تخار والي وايي، چې په يوه بل اقدام کې د ملي امنيت ځواکونو  يو بل قاچاق وړونکى ، چې د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکى و، له ٢٢ کيلو چرسو سره، چې د کرولا موټر په ټانکۍ کې يې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې کندوز ته يې ولېږدوي، د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې نيول شوى دى.

 له بلې خوا بيا د تخار امنيه قوماندان عبدالحنان قطغني وايي، چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو فعاليتونه د تېر کال په پرتله کم شوي دي.

 د هغه په خبره، په وروستيو شپږو مياشتو کې د دغه ولايت اړوندو ساحو کې ٨٠٠ کيلوګرامه بېلابېل نشه يي توکي له ٢٠ شکمنو وړونکو سره نيول شوي دي.

 تخار د هېواد په شمال ختيځ کې يو له سرحدي ولايتونو څخه دى او قاچاق وړونکي تل هڅه کوي، چې نشه يي توکي له دغه ولايت څخه تاجکستان ته ولېږدوي.

 تېره مياشت درې قاچاق وړونکي هغه مهال د تاجکستان د سرحدي ساتونکو له خوا پر ډزو ووژل شول، چې غوښتل يې نشه يي توکي د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو له پوستې تېر کړي.

 په همدې حال کې؛ د ملي امنيت رياست په بغلان ولايت کې له ٥٤ کيلوګرامه چرسو سره د دوو قاچاق  وړونکو د نيول کېدو خبر هم ورکړى دى.

 د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ياد چرس په يوه کرولا موټر کې ، چې د (٤٢٧٥١) پليټ لرونکى و، په ماهرانه توګه ځاى پرځاى شوي و او له کندوز ولايت څخه کابل ته ليږدول کېدل، چې دکابل سالنګ پر لويه لاره له دوو تورن کسانو سره يو ځاى نيول شوي دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.